تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د عکسونو ګالري: اروپا کې د ګرمۍ څپه
اروپا کې د سږ کال دوبي کې د ګرمۍ داسې سخته څپه راغلې، چې د موسم وړاندوینه کونکي وايي، راتلونکو ورځو کې ښايي د تودوخې ټول پخواني ریکارډونه مات شي.
د افریقا له لوري له تودو بادونو وروسته اسپانیا او پرتګال کې د تودوخې درجه لوړه شوې ده. د اسپانیا هوا پېژندنې ادارې ویلي، ښايي راتلونکې یکشنبې پورې لږ تر لږه د تودوخې اوسنۍ څپه پر ځای پاتې شي.
د پاریس ایفل ټاور څلي ته څېرمه ځايي اوسېدونکي او سیلانیان په تاوده موسم کې د اوبو له شتونه خوند اخلي.
فرانسه کې ځايي اوسېدونکي د اوبو فوارو ته نژدې وخت تېروي.
د فرانسې سویل ختیځ کې له تودې هوا اوبو ته تېښته. ځايي اوسېدونکي میدیترانې سمندر ته ټوپونه وهي.
یو شمېر نور بیا له لمره پناه هټونو کې د سمندر ننداره کوي.
جرمني له وچکالۍ تېرېږي. له همدې کبله د رهین سیند یوه برخه له اوبو تشه وینو.
د جرمني سویل کې د دنیوب سیند وچې غاړې.
جرمني کې مېښې د اوبو له یوه کوچنې ډنډه وچې ځمکې ته د ختو په حال کې.
د پولنډ پلازمېنه وارسا کې ځايي اوسېدونکي او ساتلي حیوانان یې د ښار په لارو کوڅو کې د اوبو له لګېدلو فوارو خوند اخلي.
وارسا کې ښار ساتونکي پر خلکو اوبه وېښي.
د ایټالیا تاریخي اثارو لیدو ته راغلي سیلانیان د لمر تودوخې مخنیوي لپاره ځان ته باد پکي وهي.
ایټالیا چارواکو د هېواد مرکزي او شمالي برخو کې د ځايي اوسېدونکو او سیلانیانو لپاره له ګرمۍ د ځان ژغورنې لپاره خبرداری خپور کړی دی.
ځايي مسوولین د ایټالیا ښارونو کې پر خلکو اوبه وېښي.
د پلور مشینونو له لارې د اوبو تر لاسه کولو کچه هم لوړه شوې ده.
.