پر نوویچوک زهرو د مېرمنې تر وژل کېدو وروسته، برتانیا کې پلټنې

د خپرېدو وخت

د دې ۴۴ کلنې میرمنې چې د درې ماشومانو مور هم ده په مړینه ښايي د نوویچوک زهرجنې کیمیاوي مادې قضیه لا پسې پراخه شي؛ هغه ماده چې برتانیا ویلي په روسیه کې جوړ شوې ده.

دا مېرمن او د هغې ملګری چارلي راولي د پولیسو د وینا له مخې، د هغو زهرو له امله ناروغ شوي وو کوم چې د پخواني روسي جاسوس سرګي سکریپال او د هغه پر لور برید کې کارول شوي وو.

دا برید هم په لندن کې شوی او مړه شوې مېرمن او ملګری یې د ښاغلي سکریپال کورته نږدې سیمه کې اوسېدل.

د هغې ملګری چارلي راولي لا هم په روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

دا پېښه د ترهګرۍ ضد پولیس له خوا څېړل کېږي او شاوخوا سل تنه کارپوهان د همدې لپاره ګومارل شوي دي.

په دې اړه لا هم څېړنې روانې دي چې دا دواړه څه ډول د ورته اعصاب فلجوونکي زهري مادي ښکار شوي دي.

د لندن د ترهګرۍ ضد پولیس مشر ویلي د دې میرمنې مړینه دوی نور هم هڅوي چې ددې پيښې عاملین ومومي او د خپل عمل په سزا ورسول شي، د پولیس مشر دا یو وحشي برید بللی.

لومړۍ وزیرې تیریزا مې ویلي د دې میرمنې په مړینه یې ټکان خوړلی

کله چې څو میاشتې وړاندې پخوانی روسی جاسوس سکریپال په لندن کې مسموم کړل شو، برتاینا د پړې ګوته روسیې ته ونیوله، خو روسیې په دغې پیښه کې لاس لرل رد کړل.

د همدې پیښې په پایله کې له برتانیا او یو شمیر نورو لوېدیځو هېوادونو سره د روسیې اړیکې زیانمنې شوې او په پایله کې لسګونه روسي ډيپلوماتان وویستل شول.

روسیې هم ورته ګام پورته کړی و.

سکریپال د روسیې د پوځي استخباراتو غړی و چې برتانیا ته یې جاسوسي کوله. هغه په دې وروستیو کلونو کې په برتانیا کې ژوند کاوه.

سکریپال په روسیه کې زنداني و ، خو د زندانیانو د ادلون بدلون

په یوه معامله ازاد شوی و.