تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
۲۳ برتانوي دیپلوماتانو ته له روسیې د وتلو امر
روسي چارواکو ۲۳ برتانوي دیپلوماتانو ته ویلي، چې له دغه هېواده ووځي. مسکو لندن کې یوه پخواني روسي جاسوس او لور ته یې د زهرو ورکړې له پېښې وروسته دغه اقدام کوي. له دې مخکې برتانیا ورته شمېر روسي دیپلوماتانو ته له هېواده د وتلو ویلي و.
د روسيې بهرنیو چارو وزیر وايي:
''مسکو کې به د برتانوي سفارت ۲۳ کسان د منلو وړ وبلل شي او په یوه اونۍ کې دننه به ورته له هېوادوه د وتلو وویل شي. ''
روسي چارواکو دغه راز په یوه اعلامیه کې ویلي، دغه هېواد کې به برټش کونسل هم وتړي او سینټ پېټرزبرګ کې به د کونسګلرۍ پرانیستلو ورکړل شوې اجازه هم بېرته واخلي.
برتانیا له دې مخکې سیلسبري سیمه کې یوه پخواني روسي جاسوس او لور ته یې د زهرو ورکول کېدو له پېښې وروسته له ۲۳ روسي دیپلوماتانو غوښتي وو، چې یوه اوونۍ کې دننه له هېواده ووځي.
د روسيې څارګرې ادارې پخوانی ۶۶ کلن جاسوس سرګي سکریپال او لور یې یولیا سکریپال له هغه وروسته تر یوې اوونۍ پورې روغتون کې وو، چې سیلسبري سیمه کې زهر ورکړل شوي وو.
له دې مخکې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین ویاند ویلي و، بالاخره به ولسمشر پوتین هغه چاره غوره کړي، چې د 'مسکو د ګټو ' لپاره تر ټولو مناسبه وي.
سرګي سکریپال د روسیې یو پخوانی افسر و چې په ۲۰۰۶ کال کې برتانیا ته د جاسوسۍ په تور په ۱۳ کال زندان محکوم شو، خو دی په ۲۰۱۰ کال کې د جاسوسانو په یوه 'تبادله ' کې برتانیا ته راغی او همدلته اوسېده.
ښاغلی سکریپال او لور یې یوه رسټورانټ ته تللي وو، خو له هغه ځایه له راوتلو وروسته د بې هوشۍ په حال کې وموندل شول.
د برتانیا لومړۍ وزیرې تېرېزا مې ویلي و، څېړنو ښودلې چې په دغه برید کې د 'نافیچوک ' هغه عصبي ګاز کارول شوي چې روسیه یې تولیدوي.