د برېښنا بل له امله سړي ځان وواژه

د هند په لوېدیځ مهاراشترا ایالت اورنګ آباد ولسوالۍ کې یوه سبزي پلورونکي ته چې اته لکه او پنځوس زره هندي روپیو بل ورغلی و ځان وژنه یې وکړه.
د ۳۶ کلن جګن نات شیلکی د کور غړو د بي بي سي مراټي سروېس ته ویلي چې دوی د ځانوژنې په لیک کې د بل یادونه کړې.
د برېښنا د محکمې له مخې د ده بل یوازې ۲۸۰۰ روپۍ و، خو د ده کورنۍ وایي چې هېچا یې خبرې ته غوږ نه نیوه.
د نوموړي د کورنۍ غړو تور لګولی چې کله شیلکې په دې هکله له محکمې سره اړیکه ونیوله نو هیچا یې مرسته ونه کړه.
دوی وایي چې جګن نات څو څله د برېښنا دفتر ته ورغی خو هیچا ځواب ورنه کړ.
پولیسو د غلط بل لېږلو له امله د برېښنا په اداره عریضه ثبت کړې.

د عکس سرچینه، AMEYA PATHAK/BBC
پر خواله رسنیو د جګن نات دغه بل خپور شوی و، چې بیا محکمې او د برېښنا ادارې ځایي کارکوونکي له دندې ګوښه کړي دي.
د مهاراشترا د برېښنا اداره وایي چې جګن نات ته د ۶ زره یونټه بل پر ځای د ۶۱ زره یونټو بل ورغلی و.
دوی وایي د برېښنا د میتر غلط لوستل د دغه کار سبب شوي و.
د دغې ادارې یو مشر انجنیر بي بي سي ته وویل چې د یوې اعشاریې له منځه تګ د دې لامل شو چې غلط بل ولېږل شي. ځکه خو موږ د ښکېل کس محاکمه پیل کړې.

جګن نات ته په مارچ کې بل ورغلی و.
د ده ورور وټل شیلکې وویل: "اته ورځې مخکې مې ورور ټیلیفون راته وکړ، هغه د برېښنا له بل څخه ډېر پرېشانه و. هغه ویل چې د برېښنا کارکوونکو د ده د کور او توکو نیولو خبرداری ورکړی."
د ده زوی وویل د پلار مړینه یې د نظام د ناکامۍ له امله ده.
زوی یې اشونی وویل "زما پلار له مالي ستونزو سره مخ و، ځکه خو د برېښنا دومره لوی بل یې د مرګ لامل شو."


















