نومیالی فزیکپوه سټیفن هاکینګ د ۷۶ کلونو په عمر مړ شو

د عکس سرچینه، BBC/RICHARD ANSETT
د برتانیا نامتو فزیکپوه سټیفن هاکینګ کورنۍ وايي چې هغه د ۷۶ کلونو په عمر مړ شوی دی. نوموړي د کایناتو په اړه ډېرې علمي پنځونې کړي او څو علمي کتابونه یې لیکلي چې تر ټولو نامتو یې (د وخت لنډ تاریخ) نومېږي.
د هغه اولادونو رابرټ او لوسي لیکلي: " نن ورځ چې زموږ ګران پلار په حق رسېدلی، ډېر خفه یو. هغه ستر عالم او پیاوړی انسان و چې اثار او میراث به یې تر ډېر وخته پاتې وي. "
هغه ۲۲ کلن و چې یو ډول نادرې عصبي ناروغۍ وځاپه چې د عمر تر پایه له خبرو او په خپلو پښو له ګرځېدو پاتې شو.
هغه مهال د ښاغلي هاکینګ په اړه د ډاکټرانو وړاندوینه دا وه چې تر دوو کالو زیات ژوندی نه شي پاتې کېدای .
نوموړي تر یوه وخته خبرې نه شوې کولی، خو وروسته د یو ډول غږیزې الې پر مټ وتوانېد خپلې خبرې تر نورو ورسوي.

د عکس سرچینه، PA
کورنۍ يې وايي نوموړی کامبریج پوهنتون ته څېرمه په خپل کور کې له نړۍ سترګې پټې کړې دي.
ښاغلی هاکینګ لومړنی کس و چې د کوانټم فیزيک په څېر مشهوره علمي تیوري يې وپنځوله.
هغه یو ځل ویلي وو: " زما هدف ساده دی. پر کایناتو پوهېدل، ولې په دې بڼه دي او اصلاً ولې شته؟ "
د هغه له خوا لیکل شوی کتاب (د وخت لنډکی تاریخ) په ۱۹۸۸ کال کې خپور شو، چې تر اوسه ۱۰ میلیونه ټوکه پلورل شوی دی.
په ۲۰۱۴ کال کې د هغه پر ژوند د (د هر څه نظریه) نومی فلم هم جوړ شو، چې اډي رډمین پکې د هغه رول لوبولی دی.



















