تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
"حقیقت دا دی چې مور مې مشرف ووژله"
د پاکستان د پخوانۍ لومړۍ وزیرې زوی او د خلکو ګوند یو مشر بلاول بوټو زرداري وايي، د مور د وژنې اصلي مسوول یې پخوانی پوځي ولسمشر پروېز مشرف دی.
د ده په خبره، پروېز مشرف له حالاتو د ګټې اخیستلو لپاره بې نظیر بوټو ووژله.
د پاکستان پخوانۍ لومړۍ وزیرې د لسم تلین درشل کې بلاول بوټو زرداري له بي بي سي سره ځانګړې مرکه کې د خپلې مور د وژنې دوسیه کې د ښکېلو کسانو په هکله تفصیلي خبرې وکړې.
دی وايي هغه ځلمی د خپلې مور وژونکی نه بولي چې د ۲۰۰۷ کال د ډیسمبر پر ۲۷ یې ماښام په راولپنډۍ کې پر بې نظیر بوټو برید وکړ او ویې وژله.
"مشرف له حالاتو په ګټه اخیستلو سره زما مور ووژله، هغه ترهګر به ډز کړی وي، خو مشرف قصداً زما د مور امنیت ونه نیو، چې په دې سره یې له ډګر وباسي".
د هغه په خبره، پروېز مشرف بې نظیر بوټو ته نېغ خبرداري ور کول او ویل یې چې خوندیتوب یې له ده(مشرف) سره په همکارۍ پورې تړلی دی.
خو پروېز مشرف دا نه مني چې بې نظیر بوټو ته یې په ټلېفون خبرداری ور کړی و.
نوموړی وايي، پروېژ مشرف د برید په ورځ د بې نظیر بوټو امنیت ونه نیو: "د برید په ورځ امنیتي تدابیر هم ترې لرې کړل شوه".
خو پروېز مشرف وايي، بې نظیر بوټو ته یې امنیتي اندېښنې ډاګیزه کړې وې.
پر زرداري د بوټو د وژنې تور
پروېز مشرف د بلاول بوټو پلار اصف علي زرداري د بې نظیر بوټو په وژنه تورنوي او ځینې خلک هم په دې باور دي، خو بلاول بوټو وايي، په دا ډول فکر سره مظلوم له ظالم سره یو شان کول دي.
"زما د مور د وژنې په مسله کې حقیقت پټول کېږي او د رسنیو له لارې یو ځانګړی اغېز پیدا کېږي او دا کار د مشرف د ژغورلو لپاره دی".
د بلاول بوټو په خبره: حقیقت دا دی چې مشرف زما مور وژلې ده.
کله چې وپوښتل شو له مشرف سره د بې نظیر بوټو په وژلو کې چا مرسته وکړه، نو ویې ویل: ټیک نه پوهېږي چې په دې وژنه کې هغه ته چا لاس ور کړ.
"زه یې په شخصي ډول د دې وژنې مسوول بولم، زما سره دا معلومات نشته چې هغه د دې کار لپاره په ټلېفون لارښوونه وکړه، یا یې په کومه پټه ناسته کې د پټ کوډ له لارې دا پیغام ولېږه چې د هغې د وژلو تیاری وشي، ځکه پر خلکو یا ادارو هم تور نشم لګولی".
د بې نظیر بوټو د وژنې دوسیه کې د تورنو کسانو د بري کولو له امله پر محکمه هم ډېرې نیوکې کېږي.
بلاول بوټو هم ورته نظر لري:
"محکمې د دې وژنې په تړاو د ملګرو ملتونو پلټنې له پام وغورځولې، محکمې د حکومت پلټنې هم له پام وغورځولې، دوی ټلیفوني غږونه له پام وغورځول، له ډي اېن اې ترلاسه شوي شهادتونه یې هم له پام وغورځول، ځکه زه وایم چې دې پرېکړې پر انصاف ملنډې ووهلې".
بلاول بوټو وايي، په دې اند و، چې د مشرف د ژغورلو لپاره ځینې تورن کسان قرباني کېږي، چې خپله یې محکمې ته اعتراف هم کړی و، خو داسې ونه شول.
بلاول بوټو د خپلې مور او پخوانۍ لومړۍ وزیرې د میراث په هکله وايي، پاکستان کې چې ښځې اوس کومه ازادي لري، هغه د بې نظیر بوټو میراث دی.
د هغه په خبره، بې نظیر بوتو هغه ځنځیرونه مات کړل چې له پاکستانیو مېرمنو تاو و.
"اوس چې پاکستانۍ ټولنه کې ښځې کوم حیثیت لري، کومه ازادي لري، هغه زما د مور میراث دی".
نوموړی وايي، د مور د هیلو او ارمانونو د پوره کولو لپاره هڅې کوي، چې هغه په مساوات ولاړه پرمختللې ټولنه ده.