تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
مشرف د ۲۳ گوندونو لویه ټلواله اعلان کړه
د پاکستان پخواني ولسمشر او متقاعد جنرال پروېز مشرف ګوند ټول پاکستان مسلېم لیګ د جمعې په ورځ د پاکستان عوامي اتحاد په نوم سره د ۲۳ ګوندونو د لویې ټلوالې د جوړولو اعلان وکړ.
د ټول پاکستان مسلېم لیګ مرکزي دفتر کې پروېز مشرف د دې ټلوالې په تړاو وویل:
"یوه لویه پرېکړه زموږ د ټولېدلو ده او په یوه نوم ټولېدل پکار دي. په دې تړاو ما پر نوم هم غور کړی دی، چې ډېر مهم نوم دی- د پاکستان عوامي اتحاد- که تاسو ټولو ته دا نوم منلی وي، نو ماته هم دا نوم منظور دی".
که څه هم د دې ټلولې ځینې غړي وايي، چې دا ټلواله د ټاکنو لپاره نه ده، خو شنونکي په دې باور دي چې ښاغلی مشرف د خپل پخواني سیال او پخواني لومړي وزیر نواز شریف تر بې واکه کېدو وروسته غواړي بیا عملي سیاست ته مخه کړي.
پروېز مشرف بي بي سي ته ویلي، عام ولس خوشال ژوند غواړي، هغوی دې ته نه ګوري چې ولسي که پوځي واک دی.
"که ولسواکي وي یا دیکتاتوري وي، کمونېزم یا سوسیالېزم یا شاهي نظام وي، پر خلکو او پر هېواد دومره اغېز نه کوي، خلک خپل پرمختګ او خوشالي غواړي".
د هغه په خبره، خلک دا غواړي چې د ورځني ژوند اړتیاوې یې پوره وي، بې وزلي نه وي:
"خلک کار ولري، د ښوونې او روغتیا اسانتیاوې ولري او امنیت یې وساتل شي".
سیاست کې ښکېلېدل
شنونکی ضیا الدین وايي، پخواني ورزشي ستوري یا هنري ستوري هڅه کوي، بیا وځللېږي:
"مشرف هم دا هڅه کوي، خو کوم سیاسي راتلونکی نه لري، که پاکستان ته راشي، ممکن ونیول شي، هغه یوه مسله لري چې تر اوسه اواره شوې نه ده".
پروېز مشرف له ځینې تورونو سره مخ دی او په خپله خوښه یې جلاوطني غوره کړې ده، خو وايي، ډېر ژر به پاکستان ته ستون شي.
د تېر اګسټ پر ۳۱ د پاکستان په راولپنډۍ ښار کې د ترهګرۍ ضد یوې محکمې د دغه هېواد د پخوانۍ لومړۍ وزیرې بې نظیر بوټو د وژنې قضیه کې پرويز مشرف يې فراري اعلان کړ.
له مشرف سره په دغه ټلواله کې ځینې مذهبي سیاسي ګوندونه هم ملګري دي.
د سني اتحاد مشر صاحبزاده حامد رضا بي بي سي ته وویل، چې د دې ټلوالې لومړنۍ هڅې پیل شوې:
"له څه مهال راهیسې یې له پروېز مشرف او د هغه له ګوند سره په دې تړاو خبرې پیل کړې وي او بیا ما او د ځینې نورو ګوندونو مشرانو په دوبۍ کې هم ور سره ولیدل".
د نوموړي په خبره، ځینې ډلې په ټاکنو کې د پروېژ مشرف ګډون غواړي، خو نور ځینې غوښتنې لري.
ځینې ډلې په دې اند دي چې پروېز مشرف ټاکنیزه ټلواله جوړي.
د پاکستان ټول مسلېم لیګ ګوند ځینې سرچینو ویلي چې مهمه خبره د پاکستان مسلېم لیګ د ټولو څانګو یو کول دي.
"که د مسلېم لیګ ټولې څانګې سره یو شي، بیا پروېز مشرف پاکستان کې ټاکنیز اهمیت پیدا کوي، په دغسې حالت کې نورې ډلې هم ور سره یو ځای کېږي".
د اېم اېم اې په څېر ټلواله
شنونکی عارف نظامي وايي، مشرف سیاست کې ښکېلېدل غواړي.
"خو دا به کتل کېږي چې دې ټلواله کې کوم ډول ګوندونه یو ځای کېږي، که ټانګه ګوندونه وي، نو ګټه به یې څه وي.
د هغه په خبره، یو ځل بیا متحده مجلس عمل فعالول دي او بیا د ۲۳ ګوندونو ټلواله داسې ښکاروي چې راتلونکو ټاکنو کې د کوم ګوند څرګند اکثریت نه ګټلو هڅه کېږي.
متحده مجلس عمل هغه مهال جوړ شو چې له یوې ټولپوښتنې وروسته پروېز مشرف ولسمشر شو.
له هغه وروسته د ۲۰۰۲ کال ټاکنو کې د پاکستان سترو ګوندونو پیپلز پارټۍ او مسلېم لیګ نواز اکثریت ونه ګاټه او د مولانا فضل رحمان په مشرۍ د جماعت علما اسلام او نورو مذهبي ګوندونو واکمني جوړه شوه.