کورواک کوردستان د خپلواکۍ ټولپوښتنې پایله وځنډوله

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، کوردانو د سپټمبر پر ۲۵ د خپلواکۍ ټولپوښتنې ته رایه ور کړه.
د خپرېدو وخت

د عراق کوردانو د خپلواکۍ لپاره د وروستۍ جنجالي ټولپوښتنې پایله وځنډوله او له بغداد سره یې د اوربند او خبرو وړاندیز وکړ.

د کورواک کوردستان چارواکي په یوه بیان کې وايي، "د نورو نښتو او تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره مسوولانه چلند ته ژمن دي".

په بیان کې وړاندیز شوی چې په سیمه کې "ټول پوځي عملیات" ودرول شي.

د عراق کوردانو د تېر سپټمبر پر ۲۵ په ټولپوښتنه کې خورا لوی اکثریت سره خپلواکۍ ته رایه ور کړه، خو دغه ټولپوښتنه د عراق د مرکزي حکومت او د هغه د دوو ګاونډیانو ایران او ترکیې له سخت مخالفت سره مخ شوه.

د کورواک کوردستان بیان کې زیاته شوې: "د جګړې دوام به یو لوری هم بریالی نه کړي، بلکې هېواد به له تاوتریخوالي او ګډوډۍ سره مخ کړي".

د عراق لومړي وزیر تېره میاشت د دې ټولپوښتنې د پایلو د "ناچلېدو" غوښتنه وکړه.

حیدر عبادي وویل، "دا ټولپوښتنه له یو بل سره د عراقیانو سوله ییز ګډ ژوند او د سیمې لپاره خطر او د عراق حاکمیت ته ګواښ دی".

ر

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د عراق حکومتي ځواکونو له تېرې اونۍ راهیسې له کوردانو جنجالي سیمې ونیولې.

تېره اونۍ چې د عراق حکومت په تېلو بډای ښار کرکوک او نوروې سیمې له کوردانو ونیولې د دواړو لورو ترمنځ نښتې رامنځ ته شوې.

د کورواک کوردستان د بیان له مخې هغه نښتې او بریدونه چې د اکتوبر له ۱۶ د عراقي ځواکونو او پېشمرګو ترمنځ پیل شوي... اوږدمهالې وینې تویونې ته لار جوړوي.

د کورواک کوردستان ټولپوښتنه د خپلواکۍ پلوو په ګټه تمامه شوه، خو د عراق مرکزي حکومت له اوله ور سره مخالف و.

د دې سیمې د ټاکنو کمېسون وايي، ۳ میلیونه او درې لکو کسانو په دې ټولپوښتنه کې ګډون کړی او له ډلې یې ۹۲ سلنه خپلواکۍ ته رایه ور کړې ده.

ایران، ترکیه، اروپايي ټولنه او امریکا هم په دې برخه کې د بغداد د دریځ ملاتړ کوي.

ایران او ترکیه په دې باور دي چې د عراقي کوردانو تر خپلواکېدو وروسته به د دوی کوردان هم د ډېرو امتیازونو غوښتلو او خپلواکۍ لپاره بریدونه ډېر کړي.

اروپايي ټولنه او امریکا وايي، دا ټولپوښتنه په عراق کې د اسلامي دولت ضد هڅې له خنډ سره مخ کوي.

د عراق حکومتي ځواکونو له ټولپوښتنې وروسته د کرکوک په ګډون د بغداد او اربیل ترمنځ جنجالي سیمې ـ چې پخوا د کورواک کودرستان په لاس کې وې- ونیولې.

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ټولپوښتنه کې ۹۲ سلنه خلکو خپلواکۍ ته رایه ور کړې.

له دې مخکې رپوټ شوې چې د عراق د کورواک کوردستان پارلمان کې درې اغېزناکو ګوندونو د پارلمان او کورواک ریاست لپاره ټاکنې اته میاشتې ځنډولې دي.

د درې واړو ګوندونو- ډیموکراټ ګوند، وطني ټولنه او د کوردستان اسلامي یووالی- د هوکړې له مخې د پارلمان اوسنۍ دوره اته میاشتې اوږدېږي او د نویو استازو تر ټاکل کېدو به کار کوي.

دا هوکړه په داسې مهال ده چې د خپلواکۍ لپاره په ټولپوښتنه پسې د عراق د مرکزي حکومت او کورواک کوردستان ترمنځ تاوتریخوالی ډېر شوی دی.