تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د بوی د حس له منځه تلل د "ذهني کمزورتیا" نښه
د امریکا متحدو ایالتونو کې پوهانو ویلي، د بوی د حس له منځه تلل له وخت مخکې د ذهني کمزورۍ رامنځ ته کېدو نښه ګڼل کېدای شي.
دغه اوږدمهاله څېړنه شیکاګو پوهنتون کې څېړونکو پر هغو درو زرو کسانو ازمویلې ده چې عمرونه یې د ۵۷ او ۸۵ کلونو ترمنځ دي.
په څېړنه کې پوهانو ځینې کوچنۍ امساګانې کارولې، چې بېلابېل بوی یې درلود.
په څېړنه کې ډېر ګډونوالو (۷۸ سلنه)"طبیعي" بوی احساس کړی او بېلابېل بویونه یې تشخیص کړي دي.
خو ۱۴ سلنه برخه اخیستونکو ایله درې ډوله بوی مشخص کړی، ۵ سلنه برخه والو یوازې دوه بویه حس کړي او دوه سلنه یوازې په یو بوی پوهېدلي.
پوهانو ویلي، هغه کسان چې د وېلني (نعناع)، کب، مالټې او ګلاب بوی نه دی حس کړی، د ذهني کمزورتیا کچه یې په پنځو کلونو کې د نورو په پرتله نیمايي لږ ده.
د څېړنډلې یوه غړي پروفیسر جیانت بینتو ویلي، د بوی نه احساسول د نیمګړتیا قوي نښه ګڼل کېږي.
په څېړنه کې یو سلنه ګډون کوونکو هېڅ کوم بوی نه دی حس کړی.
انسان ته خدای د یو ټریلیون ډول ډول بوی حس کولو وړتیا ورکړې، خو بیا هم د انسان د بوی حس د سپي په څېر د ځینو حیواناتو د بوی د حس په اندازه نه ده.
بینتو وايي: "باوري یو چې په عمومي ډول حواس، په تېره بیا د بوی نه حس کول د ذهني کمزورتیا نښه ګڼل کېږي."
د بریتانیا د زهایمر ټولنې جیمز بیکیت وايي، که څه هم ازموینه کې وار د مخه د بوی د حس له منځه تلل له ذهني کمزورتیا سره تړل شوي، خو لاهم په دې برخه کې نور دقت ته اړتیا ده.
دا څېړنه د بوډاتوب اړوندو ناروغیو امریکایي مجلې کې هم خپره شوې ده.