د اخوان المسلمین پخوانی سرمنشي مهدي عاکف ومړ

د عکس سرچینه، AFP
د اخوان المسلمین ګوند پخوانی سرمنشي مهدي عاکف د قاهرې قصر العیني روغتون کې ومړ. د هغه کورنۍ وايي دی تر مرګه په زندان کې و.
عاکف د روغتیايي وضعیت د خرابېدا له کبله وړاندې له زندان نه روغتون ته د درملنې لپاره لېږدول شوی و.
د اخوان المسلمین سرچینې وايي، مهدي عاکف په ۱۹۲۸ کال د دقهلیه ولایت په یوه کلیواله سیمه کې زیږېدلی او په ۱۹۵۰ کال د سپورت له عالي انستیتیوت فارغ شوی او بیا د سپورت یوه ښوونځي کې ښوونکی ګومارل شوی.

د عکس سرچینه، EPA
عاکف په ۱۹۴۰ کال له اخوان المسلمین ګوند سره یوځای شوی او په ۱۹۵۴ کال ددغه ګوند د محصلینو د برخې مشر شوی، نوموړی د اخوان المسلمین ګوند له منحل ګرځول کېدا وړاندې نیول شوی دی.
دی تر ۱۹۷۴ کاله په زندان کې و او د مصر د پخواني ولسمشر انور السادات د واکمنۍ پرمهال له زندانه خوشی شو او د ودانیزو چارو وزارت د ځوانانو د برخې مشر وټاکل شو.

د عکس سرچینه، AFP/getty
بیا زنداني کېدل
په مصر کې د ۲۰۱۳ کال د جولای د ۳۰ له پېښو او د مصر د منتخب ولسمشر محمد مرسي د نظام له ړنګېدا وروسته، عاکف د تاوتریخوالي جوړولو او اړدوړ ته د هڅونې په تور بیا ونیول شو.
کله چې د عاکف روغتیايي وضعیت خراب شو، سیاسي او حقوقي فعالانو له مصري حکومته روغتون ته د هغه د لېږدولو غوښتنه وکړه.
۸۹ کلن عاکف د محکمې له خوا په ۲۵ کلونو بند محکوم شوی و، خو استیناف محکمې په ۲۰۱۶ کال دا حکم لغوه کړ او بیا محاکمه شو.
عاکف په ۲۰۰۴ کال د اخوان المسلمین ګوند د لارښود دنده مخته وړله، تر ده مخکې پر دغه پوست محمد المأمون الهضیبي و، چې د عاکف له ټاکل کېدا څو ورځې وړاندې الهضیبي مړ شوی و.
مهدي عاکف په ۲۰۱۰ کال دغه پوست پرېښود او په روان کال کې یې محمد البدیع ـ چې اوسمهال هغه هم بندي دی ـ ځایناستی وټاکل شو.
البدیع ته هم د اعدام او عمري بند سزا اورول شوې ده.


















