مصر کې د اخوان المسلمین یو مشر 'وژل شوی'

د عکس سرچینه، AFP
د خپرېدو وخت
د مصر د کورنیو چارو وزارت ویلي، د اخوان المسلمین ګوند یو جګپوړی مشر محمد کمال د امنیتي ځواکونو له خوا وژل شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت ویلي، محمد کمال د دوشنبې په ورځ له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوی.
په نښته کې د اخوان المسلمین ګوند یو بل غړی هم وژل شوی دی.
سرچینه وايي، ښاغلی کمال د اخوان المسلمین ګوند د وسله والې څانګې مشر و، خو اخوان المسلمین ګوند وايي، دوی وسله واله مبارزه نه کوي، بلکې دا ګوند په بشپړه توګه سوله ییزه مبارزه کوي.
محمد کمال دوه ځلې په غیاب کې په عمري بند محکوم شوی دی.
اخوان المسلمین ګوند ویلي، محمد کمال له تېرې دوشنبې ورځې راهیسې تری تم شوی دی.
- <documentLink href="" document-type=""> مرسي خپل پلویان والیان کړي</documentLink>














