جورج کلوني د غبرګونو په انځورونو فرانسوۍ مجله محکمې ته کشوي

د عکس سرچینه، Getty Images
امریکايي فلمي ستوري جورج کلوني یوې فرانسوۍ مجلې ته ګواښنه کړې چې دده د غبرګونو کوچنیانو د انځورونو د خپرولو له کبله به یې محکمې ته کش کړي.
نوموړي ویلي، د وایسي په نامه ددغې مجلې عکاسان په ایټالیا کې د ده د کور ترڅنګ یوې ونې ته ختلي او دغه انځورومه یې په پټه اخیستي.
جورج کلوني په یوه وینا کې ویلي، تېره اونۍ د وایسي فرانسوۍ مجلې خبریال زموږ د کور پر دېوال ورختلی، زموږ د انګړ ونې ته ورجګ شوی او په ناقانونه توګه یې زما د بچیانو عکسونه زموږ پخپل کور کې اخیستي وو.
دې مجلې د تېرې جمعې په ورځ دغه عکسونه چاپ کړي او لیکلي یې وو چې دا د اېلا او الکسنډر لومړني عکسونه دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د مجلي چلوونکي وايي، د خلکو له خوا ددغو عکسونو غوښتنه کېده.
د جورج او امل کلوني دا بچیان تېره جون میاشت لندن کې زیږېدلي وو، خو دوی تر اوسه د خپلو بچیانو عکسونه نه دي ډاګیزه کړي.
دوی ایټالیا کې خپل کور کې وو چې د مجلې د یوه کارکوونکي له خوا یې عکسونه واخیستل شول او بیا یې د مجلې پر لومړي مخ چاپ کړل.
جورج کلوني خپلې ویناپاڼې کې د عکسونو د چاپولو له امله د مجلې غندنه کړې ده.

د عکس سرچینه، Getty Images
مجله وايي، خلک له جورج کلوني سره مینه لري او کله کلونو راهیسې د هغه د ژوند چارې څاري.
مجلې پخپل غبرګون کې ویلي، ددې عکسونو خپرول نه کوچنیانو او نه هم ښاغلي کلوني او د هغه مېرمن کوم خطر متوجه کوي.
۵۶ کلن جورج کلوني په ۲۰۱۴ کال کې له ۳۹ کلنې قانونپوهې امل کلوني سره واده کړی و.


















