د جارج کلوني او امل علم الدین واده

د هالیووډ نوموتي ستوري جارج کلوني او په نړیواله کچه پېژندل شوې د بشري حقونو مدافع وکیلې امل علم الدین د ایټالیا په ښار وینس کې واده وکړ.
له تیرې څه مودې راهیسې د دوی دواړو د واده انتظار کېده.
جارج کلوني ۵۳ کلن دی او د هالیووډ تر ټولو مشهور مجرد ستوری و.
د نوموړي ښځه امل علم الدین ۳۶ کلنه ده او د بشري حقونو مدافع وکیله ده.
د دوی دواړو واده د ايټالیې په ښار وینس کې ترسره شو چې د هالیووډ ستورو تر څنګ د نړۍ ځینو نورو مشهورو کسانو هم په کې ګډون درلود.
په مېلمنو کې یې سندرغاړې سنډې کرافرډ، بېل مری، مېټ ډیمون او د یو ټیو موسیقۍ ډلې سندرغاړی بونو هم شامل و.
دا د کلوني دویم واده دی، نوموړي تر دې وړاندې تالیا بالسم سره واده کړی و چې په ۱۹۹۳ کال کې سره جلا شول.

د عکس سرچینه، AP
جارج کلوني د هالیووډ یو له ډیرو نوموتو او مشهورو هنرمندانو څخه شمېرل کېږي.
نوموړي تر دې دمه دوه ځل اکېډمي ایوارډز یا د آسکر جایزه ګټلې.
لومړۍ جایزه یې په ۲۰۰۶ کال کې سیریانه فلم کې د غوره رول له امله ترلاسه کړه.
دویمه جایزه ورته په ۲۰۱۳ کال کې د ارګو فلم لپاره ورکړل شوه.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس سرچینه، AP
د جارج کلوني ښځه امل علم الدین لبنان کې زېږېدلې او په کوچنیوالي کې بریتانیا ته راغلې.
نوموړې د بشري حقونو مشهوره مدافع وکیله ده او تر اوسه د وکي لیکس بنسټ ايښودونکي جولین اسانژ او د اوکراین پخواني لومړي وزیر یولیا ټومشینکو مدافع وکیله پاتې شوې.
په پلرني ټاټوبي لبنان کې یې وطنوال له جارج کلوني سره پر واده خورا خوښ دي.


















