د کابل هوايي ډګر د برید پنځمه کلیزه؛ پنټاګون وايي، د دې پېښې په تړاو یې محرمو اسنادو ته لاسرسی موندلی

د ویډیو تشریح، د کابل هوايي ډګر د برید پنځمه کلیزه؛ پنټاګون وايي، د دې پېښې په تړاو یې محرمو اسنادو ته لاسرسی موندلی
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د امریکا د دفاع وزارت لوړپوړی سلاکار شان پارنل وایي، د ده څېړنیز ټیم د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې د کابل هوايي ډګر د خونړي برید په اړه محرمو اسنادو ته لاسرسی موندلی دی.

ښاغلي پارنل د دې برید د پنځمې کلیزې په مناسبت پر اېکس ټولنیزه شبکه یوه پیغام کې لیکلي: ''دا اسناد باید له خلکو سره شریک شوي وای، خو په پټه توګه په خوندي صندوقونو کې ساتل شوي وو، چې هېڅوک یې ونه ویني.''

د امریکا د دفاع وزارت لوړپوړی سلاکار وایي چې د هغه ټیم اوس دغه اسناد ارزوي او ژمنه یې کړې چې د پېښې حقایق به د امریکا له خلکو سره شریک کړي.

یو کال مخکې، د افغانستان د سقوط او د کابل هوايي ډګر د برید د څلورمې کلیزې پر مهال، چې ۱۷۰ ملکي وګړي او ۱۳ امریکايي سرتېري پکې ووژل شول، د امریکا د دفاع وزیر پیټ هېګسېت ویلي و چې شان پارنل به د دې پېښې د څېړنې لپاره د ځانګړي ټیم مشري وکړي.

د امریکا دفاع وزارت ویلي چې دغه ټیم به د امریکا د خلکو او د وژل شویو سرتېرو د کورنیو په استازیتوب خپلو څېړنو ته دوام ورکړي.

د دې پلاوي د جوړېدو نظریه هغه مهال راپورته شوه چې د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) د ۲۰۲۴ کال په اپریل میاشت کې د کابل هوايي ډګر د مرګوني برید په اړه د پوځ موندنې له سره و ارزولې.

د یادې څېړنې له مخې، د برید اصلي عامل د داعش خراسان څانګې یو غړی و.

موندنو دغه راز ښودلې وه چې د پوځي او تاکتیکي ارزونې له مخې د برید مخنیوی شونی نه و.

شان پارنل تر اوسه نه دي روښانه کړي چې د دوی د څېړنو پایلې به کله خپرې شي، خو ژمنه یې کړې چې ډېر ژر به د امریکا له خلکو او د وژل شویو سرتېرو له کورنیو سره شریکې شي.

امریکا د برید د عامل په نیولو کې د پاکستان له همکارۍ مننه وکړه

یادګاري بنر

د عکس سرچینه، Getty Images

بل لور په اسلام‌اباد کې د امریکا سفارت د کابل هوايي ډګر د برید د پنځمې کلیزې په مناسبت په خپاره کړي پیغام کې د برید د عامل په نیولو او امریکا ته د سپارلو په برخه کې د پاکستان د همکارۍ ستاینه کړې ده.

دغه سفارت پر اېکس ټولنیزه شبکه یوه پیغام کې لیکلي چې د پاکستان همکاري ''د ترهګریزو شبکو پر ضد زموږ د پیاوړې دوه اړخیزې همکارۍ یوه بېلګه ده، هغه شبکې چې امریکا، پاکستان او د سیمې امنیت ته ګواښ پېښوي.''

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ۲۰۲۵ کال په مارچ میاشت کې اعلان کړی و چې د ۲۰۲۱ کال پر مهال له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په بهیر کې د ۱۳ امریکايي سرتېرو د وژل کېدو مسوول کس د پاکستان په همکارۍ نیول شوی دی.

د دې برید د عامل په توګه محمد شریف‌الله معرفي شوی و، چې تر تعقیب لاندې و او تېر کال په پاکستان کې ونیول شو.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف هغه مهال ویلي وو چې د پاکستان امنیتي ځواکونو محمد شریف‌الله، چې افغان تبعه دی، د دواړو هېوادونو ترمنځ ډېورنډ کرښې ته نږدې سیمه کې د بریاليو عملیاتو په ترڅ کې نیولی دی.

داعش ډلې د کابل هوايي ډګر د برید مسوولیت منلی و.

د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۲۶مه، له افغانستانه د امریکايي او ناټو ځواکونو د ایستلو د عملیاتو پر مهال، د کابل نړیوال هوايي ډګر ته نږدې د ''بارون'' هوټل په سیمه کې یوه چاودنه وشوه او بله چاودنه د هوايي ډګر د ''ابې ګېټ'' په دروازه کې د راټولو شویو خلکو ترمنځ وشوه.

په هغه برید کې ۱۷۰ ملکي وګړي او ۱۳ امریکايي سرتېري ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.