هغه وخت چې بریتانیا او شوروي اتحاد په شپږ ورځو کې ایران لاندې کړ

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, وليد بدران
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۱۲ دقیقې
د ۱۹۴۱ کال د اګست د ۲۵مې نېټې پر سهار بریتانوي او شوروي ځواکونو له شمال او سویله ایران ته ننوتل. دا په منځني ختیځ کې د دویمې نړیوالې جګړې د مهال له خورا حساسو او مهمو پېښو ګڼل کېږي.
ایران د دویمې نړیوالې جګړې له پیل وروسته د بې طرفۍ اعلان کړی و. د ایران د وخت پاچا رضا شاه پهلوي هڅه کوله چې دا پالیسي وساتي. خو د ۱۹۴۱ کال په دوبي کې رامنځته شویو پوځي پرمختګونو د بریتانیا او شوروي اتحاد محاسبې او لیدلوری په بنسټیز ډول بدل کړ.
شوروي اتحاد تر هغې وروسته په جګړه کې د بریتانیا متحد شو چې جرمني د ۱۹۴۱ کال د جون پر ۲۲مه، پرې برید وکړ. له دې سره ایران هم متحدو قدرتونو لپاره ځانګړی ستراتیژیک اهمیت پیدا کړ.
ایران د شوروي اتحاد د سویلي پولې ترڅنګ پروت و. د ایران له لارې فارس خلیج ته لاسرسی ممکن او په دغه هېواد کې د تېلو داسې مهم تاسیسات موجود وو چې بریتانیا ته د جګړې لپاره خورا مهم وو.
پر دې سربېره د ایران له لارې تېرېدونکې د ترانس ایران اوسپنې پټلۍ په داسې یوه اکمالاتي لاره بدلېدای شوه چې پوځي تجهیزات، وسلې او خوراکي توکي پرې شوروي پوځ ته استول کېدای شول.
د رضا خان رامخ ته کېدل
خو د دغه کړکېچ ریښې د ۱۹۴۱ کال له بریده څو کاله وړاندې ته رسېږي. د انسایکلوپیډیا بریټانیکا په وینا، ایران د قاجاري واکمنۍ پر مهال د مرکزي حکومت له کمزورۍ او د بهرنیو زبرځواکونو، په ځانګړي ډول د بریتانیا او روسیې، د لاسوهنې ښکار و.
د لومړۍ نړیوالې جګړې تر پیل پورې ایران کې د روسیې نفوذ دومره پراخ شوی و، چې په عملي ډول یې د دغه هېواد په چارو کې بر لاس درلود. خو د جګړې له پیل وروسته روسي ځواکونه د ایران له شماله ووتل او ایرانیانو د ملي شورا (مجلس) درېیمه دوره جوړه کړه. لږه موده وروسته ایران د بریتانوي، جرمني، روسي او ترکي ځواکونو ترمنځ د جګړې پر ډګر واوښت.
روسیه کې د ۱۹۱۷ کال د بلشویکي انقلاب له بریا وروسته، نوې شوروي حکومت په یو اړخیز ډول هغه ټول امتیازات لغوه کړل، چې د روسیې پخواني پاچا (څار/تزار) له ایرانه ترلاسه کول. شوروي حکومت د دغه اقدام له کبله په ایران کې پاموړ خواخوږي ترلاسه کړه.
وروسته، کله چې جرمني او متحدین یې په لومړۍ نړیواله جګړه کې مات شول، نو بریتانیا یوازنی لوی ځواک و، چې په ایران کې یې نفوذ درلود.
د ایران ملي شورا یا مجلس په ۱۹۱۹ کال کې د بریتانیا له خوا د پوځي او مالي مرستو یو وړاندیز رد کړ، ځکه د دغه وړاندیز منلو دغه هېواد په عملي توګه د بریتانیا تر ملاتړ لاندې دولت، (تحت الحمایه یا پروټیکټورېټ) ګرځاوه.
بریتانیا د نړیوال فشار له زیاتېدو سره اړ شوه چې تر ۱۹۲۱ کال پورې خپل سلاکاران له ایرانه وباسي.
هماغه کال بریتانوي ډیپلوماتانو د رضا خان ملاتړ پیل کړ، چې د فارس د قزاقي لوا یو افسر و.
رضا خان یو کال ورمخکې د ایران په شمالي ولایت ګیلان کې د 'میرزا کوچک خان' په مشرۍ د پاڅون په ځپلو کې مهم رول لوبولی و.
میرزا کوچک خان غوښتل د شوروي د جمهوریتونو په څېر یو خپلواک جمهوریت جوړ کړي.
پرمختګونه د احمد شاه قاجار د واکمنۍ پر مهال کېدل، چې د قاجار کورنۍ وروستی پاچا و.
نوموړی یو کم عمره او کمزوری واکمن ګڼل کېده، چې حکومت یې له فساد او کمزورۍ سره هم مخامخ و. دغه وضعیت په ملتپالو او ملي کړیو کې اندېښنې زیاتې کړې، ځکه هغوی ایران د یوه داسې هېواد په توګه کوت چې د بهرنیو قدرتونو تر اغېزې لاندې و.

د عکس سرچینه، Getty Images
د ۱۹۲۱ کال د فبرورۍ ۲۱مه، رضا خان له سیاسي لیکوال او مشر سید ضیاءالدین طباطبایي سره یوځای، د شاوخوا ۱۲۰۰ کسانو په مشرۍ پوځي بغاوت وکړ او تهران یې ونیوه. ضیاءالدین لومړی وزیر شو، په داسې حال کې چې رضا خان د پوځ مشري پر غاړه واخیسته.
څو اوونۍ وروسته هغه دفاع وزیر وټاکل شو او په دې توګه یې د یوه داسې مرکزي پوځ بنسټ کېښود چې وکړای شي په ټول هېواد کې د دولت واکمني ټینګه کړي.
له دې سره بریتانیا هم رضا خان ته د یوه داسې شخصیت په توګه پام ډېر کړ، چې ایران یې متحد ساتلی او د بریتانیا ګټې خوندي کولی شوې.
رضا خان د ۱۹۲۱ او ۱۹۲۵ کلونو ترمنځ لومړی د جګړې وزیر او وروسته د لومړي وزیر په توګه داسې پوځ جوړ کړ چې شخصاً ده ته وفادار و. نوموړي وکړای شول په داسې یوه هېواد کې، چې له کلونو راهیسې بې ثباتۍ سره مخامخ و، نسبي سیاسي ثبات ټینګ کړي.
احمد شاه قاجار دغه وخت کې درملنې لپاره اروپا ته تللی و. ده د رضا خان او د ملي شورا د رییس لخوا د ورستنېدو له غوښتنو سره سره ایران ته له ګرځېدو ډډه وکړه. احمد شاه په هغه وخت کې سخت ناروغ او کمزوری شوی و.
په پیل کې رضا خان غوښتل چې د ترکیې د سیکولر مشر مصطفی کمال اتاترک په څېر د جمهوریت ولسمشر شي. خو شیعه علماوو او د ټولنې بېلابېلو پاړکو (اقشارو) یې سخت مخالفت وکړ. ده له همدې کبله بله لاره غوره کړه.
ملي شورا په ۱۹۲۵ کال کې احمد شاه له واکه لرې کړ او ورپسې رضا خان ځان د رضا شاه پهلوي په نوم د ایران پاچا اعلان کړ.
په دې توګه د ایران په تاریخ کې یو نوی پړاو پیل او د پهلوي کورنۍ بنسټ کېښودل شو.
د فارس پر ځای ایران

د عکس سرچینه، Getty Images
په ۱۹۳۵ کال کې د ایران حکومت له بهرنیو هېوادونو وغوښتل چې په نړیوالو مکتوبونو او رسمي اسنادو کې د "فارس یا پرشیا" پر ځای د "ایران" نوم وکاروي.
دا داسې نوم و چې ایرانیانو په تاریخي ډول خپل هېواد لپاره کاراوه. له ۱۹۳۵ کال له مارچه د دغه هېواد رسمي نړیوال نوم "ایران" شو.
له تاریخي پلوه، د ایران نوم یوه لرغونې اصطلاح ده چې "د آریایانو ټاټوبی" معنا ښندي.
د رضا شاه د واکمنۍ پر مهال د ایران او جرمني ترمنځ د اړیکو د پراخېدو له امله په ځینو روایتونو کې دا ادعا مطرح شوې چې د "ایران" د نوم خپلولو یو لامل د نازي نظریاتو اغېز و.
خو داسې کوم معتبر شواهد نشته چې وښيي اډولف هټلر دې د دغه هېواد د نوم د بدلون غوښتنه کړې او یا دې دا اقدام د نازيانو د کوم پلان برخه وي.
د دغه نوم غوره کولو اساسي موخه د هېواد تاریخي هویت روښانه کول وو.
خو دغه مهال د تهران او برلین اړیکې هم د پام وړ ښه کېدې. رضا شاه جرمني ته د داسې یوه اروپایي ځواک په سترګه کتل چې د بریتانیا او روسیې په څېر یې په ایران کې استعماري سابقه نه درلوده.
هغه د ټکنالوژۍ او صنعتي مهارتونو د ترلاسه کولو، د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او د بریتانیا او روسیې پر وړاندې د ایران د اقتصادي او سیاسي اتکا د کمولو لپاره له جرمني سره همکاري مهمه بلله.
نوموړي دغه دواړه هېوادونه د ایران د خپلواکۍ لپاره دوامدار ګواښ ګڼه.
د ۱۹۳۰مې لسیزې تر نیمایي پورې جرمني د ایران له مهمو اقتصادي شریکانو څخه ګرځېدلی و. جرمني شرکتونو د ایران په صنعتي او کان کیندنې پروژو کې خپل حضور زیات کړ، او همدارنګه د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري او هوايي اړیکې هم پراخې شوې.
په ۱۹۳۷ کال کې د ایران د ملي شورا رییس برلین ته سفر وکړ او هلته یې له اډولف هټلر سره ولیدل. همدارنګه جرمني چارواکو هم ایران ته سفرونه وکړل. داسې شواهد هم شته چې هټلر رضا شاه ته جرمني ته د سفر بلنه ورکړې وه.
خو د رضا شاه او هټلر اړیکې له هغو اړیکو سره ورته نه وې چې جرمني له خپلو رسمي متحدو هېوادونو سره یې لرلې.
تاریخي څېړنې ښيي چې د ۱۹۳۰مې لسیزې پر مهال د ایران او جرمني د اړیکو اصلي محرک اقتصادي ګټې وې، او دغو همکاريو د رضا شاه له هغه پروګرام سره تړاو درلود چې هدف یې د دولت او اقتصاد عصري کول وو.
رضا شاه هڅه کوله چې له ټولو بهرنیو قدرتونو سره برابر واټن وساتي. هغه له اوږدې مودې راهیسې په ایران کې د بریتانیا او شوروي اتحاد د لاسوهنو د مخینې له کبله محتاط و، خو په ورته وخت کې یې دا هم نه غوښتل چې ایران د جرمني تابع او د هغه تر نفوذ لاندې پاتې شي.
دویمه نړیواله جګړه او د ایران د بېطرفۍ تګلاره

د عکس سرچینه، Getty Images
په ۱۹۳۹ کال کې د دویمې نړیوالې جګړې له پیلېدو سره ایران خپله بېطرفي اعلان کړه. رضا شاه پوهېده چې د جګړې د هر لوري ملاتړ کولی شي د دوی هېواد د شخړې پر ډګر واړوي، خو د جګړې له پراخېدو سره د بېطرفۍ ساتل ورځ تر بلې ستونزمنېدل.
بریتانیا تر ډېره د ایران پر تېلو متکي وه او د خوزستان د تېلو تاسیسات له ستر ستراتیژیک اهمیته برخمن وو.
هممهاله شوروي اتحاد پر دغه هېواد د جرمني له برید وروسته وسلو، وسایلو او خوراکي توکو ته جدي اړتیا درلوده، او ایران د خپل جغرافیایي موقعیت له مخې د دغو توکو د لېږد او تداکاتو تر ټولو مناسب مسیر و.
همدې ته په کتو د ایران او جرمني اړیکو لندن او مسکو له زیاتېدونکو اندېښنو سره مخ کړي وو.
هغه مهال ګڼ شمېر جرمني متخصصان او سوداګر په ایران کې وو او رضا شاه یې د شړلو لپاره د بریتانیا او شوروي غوښتنه ونه منله. که څه هم ایران ټینګار کاوه چې بېطرفه او د جرمني د هر هغه فعالیت مخنیوي ته چمتو دی، چې د دوی بېطرفي له خطر سره مخامخوي، خو بریتانیا او شوروي اتحاد قانع نه شول او باور یې نه درلود چې د ایران اقدامات کافي دي.
د ۱۹۴۱ کال په جون کې پر شوروي د جرمني له برید وروسته د متفقینو اندېښنې لا زیاتې شوې. دوی وېره لرله چې جرمني به د ایران له خاورې یا د هغه له اقتصادي او سیاسي شبکو څخه د نفوذ د اډې په توګه ګټه واخلي، یا به د قفقاز له لارې پرمختګ وکړي او دې سیمې ته به ورسېږي. همدا راز د ایران دوامداره بېطرفۍ شوروي ته د بریتانیا لخوا د اکمالاتو د لېږد مخه نیوله.
د ۱۹۴۱ کال د اګست پر ۲۵مه پوځي عملیات پیل شول. شاوخوا ۴۰ زره شوروي سرتېري د ایران شمال ته ننوتل. هممهاله نږدې ۱۹ زره بریتانوي سرتېري له سویله دغه هېواد ته داخل شول. د ایران پوځ له دغو دوو ځواکونو د مقابلې توان نه درلود.
رضا شاه که څه هم د پوځ د پیاوړتیا هڅې کړې وې، خو بریتانیا او شوروي د ځواک، وسلو او نظم له مخې برلاسه وو، او د ایران مقاومت ډېر ژر مات شو.
رضا شاه د دغه یرغل له کبله اعتراض وکړ او دا یې د یوه بېطرفه هېواد د حاکمیت ښکاره نقض وباله. د ایران حکومت د امریکا له ولسمشر فرانکلین روزویلټ څخه وغوښتل چې له بریتانیا او شوروي اتحاد لخوا د عملیاتو د درولو لپاره مداخله وکړي.
رضا شاه د اګست د ۲۵مې په ماښام روزویلټ ته یو ټیلیګرام واستاوه او پکې ویې لیکل چې بریتانوي او شوروي ځواکونو په ناڅاپي توګه له پولو وراوښتي، سیمې یې لاندې کړې او د ایران ښارونه یې بمبار کړي دي.
هغه د امریکا له ولسمشره وغوښتل چې د هغو اقداماتو پای ته رسولو لپاره مداخله وکړي، چې ده د بېطرفه ایران خلاف یرغلګرې کړنې بللې.
روزویلټ د ۱۹۴۱ کال د سپتمبر پر ۲مه ځواب ورکړ او ویې ویل، چې وضعیت په غور څاري او دا چې ګوندې متحده ایالاتو د ایران په اړه خپلې اندېښنې له بریتانیا او شوروي اتحاد سره شریکې کړې دي. خو اشغال ونه درېد.
متفقینو دې موضوع ته له بېلابېلو زاویو کتل. بریتانیا لپاره د ایران تېلو او د فارس خلیج امنیت لومړیتوب درلود، په داسې حال کې چې شوروي اتحاد لپاره د خپلو سویلي پولو امنیت او د اکمالاتي لارې پرانیستل تر ټولو مهمې ملاحظې وې.
د رضا شاه د واکمنۍ پای

د عکس سرچینه، Getty Images
څومره چې بهرني ځواکونه پلازمېنې تهران ته ورنږدې کېدل، همغومره ورسره رضا شاه لپاره په واک کې پاتې کېدل ناممکنېدل.
بریتانوي او شوروي ځواکونه د ۱۹۴۱ کال د سپټمبر ۱۵مه تهران ته ننوتل، او پر بله ورځ رضا شاه اعلان وکړ چې مشري خپل زوی محمد رضا پهلوي ته پرېږدي.
هغه تر دې وروسته جلاوطنه شو او هېواد یې پرېښود. رضا شاه د ۱۹۴۴ کال د جولای پر ۲۶مه د سویلي افریقا په جوهانسبرګ ښار کې ومړ.
په دې توګه د هغه سړي واکمني پای ته ورسېده، چې نږدې دوه لسیزې وړاندې د یوه پیاوړي او له بهرني نفوذه د خپلواک ایرانۍ دولت د جوړولو هوډ سره واک ته رسېدلی و. خو ایران د هغه ژوندینې د بریتانوي او شوروي ځواکونو تر پوځي اشغال لاندې راغی.
د متفقینو موخه یوازې دا نه وه، چې رضا شاه لرې کړي، بلکې غوښتل یې چې شوروي اتحاد ته د اکمالاتو د رسولو لپاره یوه خوندي لار هم برابره کړي، چې وروسته د "فارس دهلېز" په نوم مشهور شو.
د ایران د اورګاډي پټلۍ، بندرونه او سړکونه د یوې پراخې لوژستیکي شبکې برخه وګرځېدل، چې له لارې یې پوځي تجهیزات، خوراکي توکي او سونګ شوروي اتحاد ته لېږدول کېدل.
د جګړې تر پای پورې میلیونونه ټنه مرستې او پوځي تجهیزات د ایران له لارې لېږدول شوي او دغه هېواد د جرمني پر ضد جګړه کې، شوروي اتحاد ته د بهرنیو مرستو د رسېدو تر ټولو مهمه لار ګرځېدلې وه.
رضا شاه هڅه کړې وه چې ایران بېطرفه وساتي او ځان د بریتانیا یا شوروي اتحاد تر اغېزې لاندې له راتګه وژغوري. هغه د دې لپاره له جرمني سره اړیکي پراخ کړي وو، چې د سترو نړیوالو قدرتونو ترمنځ توازن وساتلی شي.
رضا شاه ان د جرمني پر وړاندې یو څه نرم دریځ درلود. یو مهم دلیل یې دا و چې جرمني په ایران کې هغسې لاسوهنه نه وه کړې، لکه بریتانیا او روسیې چې کړې وه.
خو دا په هېڅ ډول معنا نه لري چې رضا شاه د اډولف هټلر متحد شوی و او یا یې د نازي جرمني پالیسۍ خپلولې.
له بریتانیا او شوروي سره درې اړخیز اتحاد
له واکه د رضا شاه له ګوښه کېدو وروسته د هغه زوی محمد رضا پهلوي د ایران نوی پاچا شو. په دې توګه د ایران په تاریخ کې یو نوی پړاو پیل شو. محمد رضا پهلوی ځوان و او په هېواد کې یې لا بهرني پوځونه هم مېشت وو.
په ۱۹۴۲ کال کې ایران له بریتانیا او شوروي اتحاد سره د درې اړخیز تړون لاسلیک کړ.
متفقینو د دغه تړون له مخې د ایران خپلواکي او ځمکنۍ بشپړتیا په رسمیت وپېژندله او ژمنه یې وکړه چې د جګړې له پای وروسته به خپل ځواکونه له ایران وباسي.
په بدل کې ایران د متفقینو د جګړهییزو هڅو ملاتړ وکړ او د فارس دهلېز له لارې یې د اکمالاتو د لېږد زمینه برابره کړه.
د دغه اشغال او ورپسې تړونونو اغېزې د ایران پر سیاسي او اقتصادي تاریخ ژورې پاتې شوې او د محمد رضا شاه د واکمنۍ د راتلونکو لسیزو لپاره یې بنسټیز شرایط برابر کړل.
خو د پوځي عملیاتو له پای ته رسېدو سره د بهرنیو ځواکونو د اشغال اغېزې ختمې نه شوې. دغه اشغال هغه مرکزي واکمني کمزورې کړې وه، چې رضا شاه رامنځته کړې وه.
له دې سره بېلابېلو سیاسي او ټولنیزو ځواکونو ته د لا ډېر فعالیت زمینه برابره شوه، په ځانګړي ډول په شمالي سیمو کې چې د شوروي تر اغېزې لاندې وې.

د عکس سرچینه، Getty Images
شوروي اتحاد د دویمې نړیوالې جګړې له پای وروسته د ایران له ځینو شمالي سیمو له وتلو انکار وکړ. هممهاله په ایراني آذربایجان کې سیاسي کړکېچ هم راپیدا شوی و. په دې توګه ایران د سترو قدرتونو ترمنځ د هغې سیالۍ پر لومړنیو ډګرونو واوښت، چې وروسته یې د سړې جګړې بڼه خپله کړه.
دغه برید د ایران په تاریخ کې یو مهم بدلون رامنځته کړ. د رضا شاه دوره پای ته ورسېده، محمد رضا پهلوي واک ته ورسېد، او ایران د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال شوروي اتحاد ته د وسلو، خوراکي توکو او نورو تجهیزاتو د رسولو لپاره په یوې مهمې ترانزیټي لارې بدل شو. په دې توګه ایران پخپله د متحدینو د پوځي ستراتیژۍ یوه مهمه برخه وګرځېد.
په دې کې تر ټولو لویه تراژیدي دا وه چې ایران د بېطرفۍ او له جګړې د لرې پاتې کېدو بشپړه هڅه کړې وه، خو په پای کې پخپله د جګړې برخه وګرځېد. جغرافیایي موقعیت، د تېلو شتمنۍ او د مخابراتو او ترانسپورت شبکې داسې ځانګړتیاوې وې چې متحدینو له پامه نشوې غورځولی. بلخوا له جرمني سره نږدې اړیکي، چې رضا شاه د بریتانیا او شوروي اتحاد د نفوذ کمولو لپاره یوه وسیله ګڼله، پر هغه د فشار راوستلو لپاره پلمه وګرځېده.
له همدې امله پر ایران د بریتانیا او شوروي اتحاد برید د دویمې نړیوالې جګړې او په ځانګړي ډول د منځني ختیځ په تاریخ کې له مهمو فصلونو شمېرل کېږي. دا یوه داسې جګړه وه چې سترو قدرتونو د یوه بېطرفه هېواد پر خاوره وکړه، د هغه واکمن یې له واکه ګوښه کړ، د هغه سیاسي نظام یې له سره تنظیم کړ، او ایران یې د نازي جرمني پر ضد جګړه کې ځان لپاره د اکمالاتو په یوه حیاتي او پرېکنده لاره بدل کړ.
د دغو پېښو اغېزې د دویمې نړیوالې جګړې له پایه د سړې جګړې تر لومړیو کلونو پورې احساسېدې.




















