په زندان کې د مړه شوي چینايي مخالف مړی خاورو ته وسپارل شو

.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، ښاغلی شیابو له تېرو اتو کلونو په زندان کې و.
د خپرېدو وخت

په زندان کې د چین د دولت د تر ټولو سرسخته سیاسي مخالف لیو شیایوبو مړینې نړیوال غبرګونونه را پارولي دي.

ښاغلی شیابو له تېرو اتو کلونو په زندان کې و.

۶۱ کلن شیایوبو د ډېری چینایي حکومت ضده سیاسي فعالانو لپاره د پلار ځایځایګی لري.

نوموړي به ۲۰۰۹ کال کې د دولت د نسکورولو د هڅو په تور په یوولس کاله بند محکوم شوی و او د هغه مېرمن لیو شیا یې په کور کې نظر بنده کړې ده.

ښاغلي شیابو ته په ۲۰۱۰ کال کې د چین په حکومت کې د سوله ییزو سمونونو د راوستلو د هڅو په پار د نوبل د سولې جایزه ور کړل شوه.

په زندان کې د نوموړي پر مړينه نړیوالو غبرګونونه ښودلي دي ، خو چینايي رسنۍ لا هم پر نوموړي نیوکه کوي.

د ګلوبل ټایمز ورځپاڼې هغه د دولت پر را پرزولو تورن کړی دی.

په ناروې کې د نوبل جایزې کمېټې ویلي، د ښاغلي شیایوبو د مړینې پړه د چین پر دولت ده.

د برتانیا د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویلي، ممکنه وه چې د ښاغلي شیایوبو د سرطان ناروغي یو څه مخکې تشخیص شوی او که نه؟.

امریکا، برتانیا، فرانسې او یو شمېر نورو هېوادونو له چین څخه غوښتي، که د ښاغلي شیایوبو مېرمن وغواړي، نو هغې ته دې له چین څخه د وتلو اجازه ور کړل شي.

د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر بوریس جانسن ویلي، لیو شیایوبو ته باید اجازه ور کړل شوې وای چې په کوم بهرني هېواد کې یې درملنې وکړي.

هغه همدارنګه د ښاغلي شیایوبو د مېرمنې د کورني بند د پای ته رسولو غوښتنه کړې ده.

.

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، ښاغلی شیابو له تېرو اتو کلونو په زندان کې و.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ښاغلي شیایوبو زړور سیاسي فعال بللی چې ژوند یې ډیموکراسۍ او ازادۍ ته وقف کړی و.

چیني چارواکو نېغ په نېغه د یادې سیاسي څېرې د مړینې په اړه څه نه دي ویلي، خو دولتي رسنیو لویدیځ هېوادونه د ښاغلي شیایوبو د مړینې د قضيې په سیاسي کولو تورن کړي دي.

کورنۍ ته د جسد سپارل

د چین دولت د زنداني لیوشیابو جسد د هغه کورنۍ ته وسپاره چې بیا د هغه د خپلوانو او ګوته په شمېر دوستانو له خوا خاورو ته وسپارل شو.

د نوموړي د تدفین په مراسمو کې محدودو کسانو ته د ګډون اجازه ور کړل شوې وه.

د نوموړي د جنازې مراسم د چین په شنیانګ ولایت کې تر سره شول.

یوه دولتي چارواکي ویلي، د شیابو د خاورو سپارلو چارې هغسې پر مخ ځي چې کورنۍ یې غوښتنه کړې وه.