هند: ښوونځي کې د ګاز له کبله ۲۰۰ زده کونکې روغتون ته وړل شوې

د عکس سرچینه، EPA
د هند پلازمېنه ډیلي کې له یوې ډبې د ګازو وتلو له کبله لږ تر لږه ۲۰۰ زده کونکې روغتون کې بستري شوي دي. زده کونکو د سترګو او ستوني د سوي شکایت کاوه.
ویل کېږي دا کلرومتیل ډوله ګاز دي، چې د حشراتو وژنې درملو کې کاروول کېږي. د تغلق اباد سیمې دغه ښوونځي نه ټول زده کونکي ایستل شوي دی.
ډیلي کې د اور وژنې ادارې مشر اتول ګرګ وايي، مجهز کارپوهان او مرستندویان د نجونو دغه دولتي ښوونځي ته استول شوي دي.
ډیلي پولیس او د بېړنیزو مرستو ملي ادارې کارکوونکي هڅه کوي دغه کیمیايي ماده وپېژني او معلومه کړي، چې ګاز څنګه ښوونځي ته رسېدلي.
د پولیسو مرستیال مشر روومیل بنیا خبریالانو ته ویلي:
''نژدې ۲۰۰ ماشومان څلورو روغتونونو کې د درملنې لپاره بستري شوي دي، د ټولو روغتیايي ښه دی او اوس حالت عادي دی. ''
د هند عامې روغتیا وزیر یوه ټویټر پیغام کې ټولو اغېزمنو زده کونکو ته د ښې روغتیا هیله څرګنده کړې او ویلي دي روغتونونه تیارسئ حالت کې دي.

د عکس سرچینه، TWITTER/JPNADDA
هند کې له دې مخکې هم احتیاطي تدبیرونو ته د لږ پام له کبله د ګازو استخراج پېښې شوې دي.
۲۰۱۴ کال کې د هند چهتیس ګړ ایالت کې د هند د اوسپنې یوه لویه کارخانه کې د زهرجن ګاز استخراج له کبله شپږ کسان وژل شوي وو.
بهوپال کې ۱۹۸۴ کال کې د یوه خورا زهرجن ګاز اخراج له کبله لږ تر لږه ۲۵۰۰۰ کسان وژل شوي وو، چې تر اوسه د نړۍ تر ټولو خونړۍ صنعتي بحران بلل کېږي.


















