فراه کې تر ۱۰۰ ډېر زده کوونکې مسمومې شوې دي

د افغانستان په لویدیځ فراه ولایت کې سیمه ییز چارواکي وایي، د نجونو په یوه ښوونځي کې تر ۱۰۰ ډېرې زده کوونکې مسمومې شوې دي.
د فراه ولایت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، ۱۰۴ نجونې د یوه ډول ګازو د تنفس له امله چې نوعیت یې لا څرګند نه دی، مسمومې شوي او د فراه مرکزي روغتون ته لېږدول شوي دي.
د فراه د روغتون چارواکي وايي، د هېڅ یوه زده کوونکې روغتيایي وضعیت د اندېښنې وړ نه دی.
دا لومړی ځل دی چې په فراه کې د ښځینه زده کوونکو د ډله ییز مسمومیت راپور ورکول کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې تېر کال د هراتپه ګډون د افغانستان په ځېنو مرکزي او شمالي ولایتونو کې د ښوونځیو سلګونه زده کوونکې له ورته وضعیت سره مخ شوې وې.
خو ځېنې دولتي سرچینو تر بشپړو څېړنو وروسته اعلان وکړ چې ښایي دا وضعیت د ناوړه قصد له امله نه بلکې ډله ییز تلقین یا هیسټري وي.
خو په ځېنو مواردو کې دولتي چارواکو طالبان د ښځینه زده کوونکو د مسمومېدو مسوول بللي او کله خو یې په همدې تور ددې ډلې ځېنو غړو د نیولو خبره هم کړې ده.
دا ډله د نجونو د تعلیم مخالفه ده او د خپل حاکمیت پرمهال یې د هغوی تعلیم منع کړی وو.
خو طالبانو په تخار ولایت کې د ښځینه زده کوونکو تر مسمومېدو وروسته وویل چې دا ډله ددې مسمومېدو مسووله نه ده، خو د ولایتي شورا یوه غړي یې پړه پر طالبانو واچوله.
تېر کال لږ ترلږه په یوه مورد کې د افغانستان د پوهنې وزیر فاروق وردک د حیواني سرې تنفس د زده کوونکو د مسمومېدو لامل وباله.
د ښځینه زده کوونکو د ډله ییز مسمومېدو راپورونه معمولا په داسې سیمو کې ثبت شوي چې د خلکو ترمنځ د نجونو د تعلیم ملاتړ ډېر دی، لکه غزني، بامیان، پروان، کاپیسا، کابل، هرات، تخار او ځېنې نور شمالي ولایتونه.


















