د ۱۰۰۰ او ۵۰۰ نوټونو ناچله کېدو د هند اقتصاد ځپلی

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, یما بارز
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
د هند حکومت منلې چې د لوړو بانک نوټونو د ناچل اعلانېدو پرېکړې د دغه هېواد پر اقتصاد سخت ناوړه اغيز کړى.
د پنځه سویز او زرګون روپيو بانک نوټونو د ناچلولو موخه د فساد، تورو پيسو او په ناقانونه توگه د ساتل شويو نغدو روپيو په وړاندې مبارزه ښوول شوې وه.
هند کې د اقتصادي ودې په تړاو تازه خپور شوى رپوټ وايي د هندي زرگون او پنځه سو گون بانک نوټونو له ناچل اعلانېدو سره په دغه هېودا کې اقتصادي وده بې سېکه شوې.
دغه رپوټ چې پارلمان ته د ملي بوديجې د وړاندې کېدو په درشل کې خپور شوی د هند سږنۍ اقتصادي وده يانې د ٢٠١٧ م کال مارچ پورې چې د مالي کال پاى دى، ٦.٥ سلنه اټکل کړې، حال دا چې تېر مالي کال کې د ٧.٦ سلنې اقتصادي ودې وړاند وينه شوې وه.
رپوټ همداراز وايي دا پرېکړه د نغدو پيسو د کمښت او د وگړو او کاروبارونو د کړاو لامل هم شوې ده.
رپوټ ټينگار کوي چې دا اټکل تر ډېره د هغو معلوماتو پر بنسټ شوى چې د پيسو ناچلېدو پرېکړې له پلي کېدو وړاندې تر لاسه شوی او له دې سره داسې شکونه هم را د بره شوي چې کېداى شي د اقتصادي ودې کچه تر دې هم ټيټه وي.

د عکس سرچینه، Getty Images
خو د هند ماليې وزير هارون جېتلي ويلي له مارچ وروسته چې په مالي سيستم کې د نغدې پيسې د اړتيا وړ کچې ته ور ورسېږي نو د اقتصادې ودې بهير به هم بېرته خپل عادي حالت ته ور واوړي.
د اقتصادي ودې په تړاو خپور شوى رپوټ دا زياتونه هم کوي چې دا پرېکړه ښايي په اوږد مهال کې گټوره پرېوځي، که ورسره فساد کم او په نغدو پيسو د معاملو کچه ټيټه شي چې تر ډېره له ماليو د تېښتې لپاره تر سره کېږي.
د هند لومړي وزير نرېندرا مودي په هند کې زرگون او پنځه سوه گون بانک نوټونه د تېر نومبر په لومړيو کې ناچله اعلان کړل او ډېر ژر په بازارونو کې له چلښته ولوېدل.
دغو دوو بانک نوټونو د هند په مالي سيستم کې د نغدو پيسو ٦٨ سلنه جوړوله چې له همدې امله يو کړکېچ رامنځته شو.
د بانکونو په وړاندې د خلکو اوږده کتارونه تر سترگو کېدل او پر سوداگريزو معاملو يې ناوړه اغېز وکړ.
کم عايد لرونکې کورنۍ، سوداگر او د عادي سپما کوونکي په نغدو پيسو تکيه دي او له همدې امله د دغې پرېکړې اغېز پر هندۍ ټولنې خورا سخت و.

د عکس سرچینه، Getty Images


















