د مودي حکومت سل ورځې او د هند اقتصاد
د خپرېدو وخت
له هغه راهيسې چې نرېدرا مودي د دغه هېواد ټولټاکنې وګټلې، اوس سل ورځې تېرېږي.
دی واک ته له داسې ژمنو سره ورسېد چې ويل يې د هېواد اقتصاد کې به يې اوښتون او بدلون راولي.
ده دا ژمنه هم کوله چې د کاروبار ملګری لومړی وزير به وي او هم به د اقتصاد يو سمونپالی وي.
نو راځئ وګورو چې د دې مودې له تېرېدو سره يې پر خپله دنده څه ډول فعاليت درلود؟