په چین کې ولور خلک اندېښمن کړي

د عکس سرچینه، Getty Images
په چین کې چارواکي د زوم له لوري د ناوې کورنۍ ته د ولور د ټاکلو هڅه کوي.
حکومت غواړي خورا ډېر لګښت کم کړي، چې د نارینه وو لپاره په لوی سرخوږي بدل شوی دی.
په تېرو څو لسیزو کې چین کې دا دود شوې چې زوم خپلې خسرګانې ته نغدې پیسې یا ولور ورکړي، چې ور سره پرلپسې 'د ناوو بیې' (د ناوو ولور) زیاتېږي.
په ځانګړي ډول دا ستونزه په هغو سیمو کې ډېره ده چې خلک یې بې وسه دي، ښځې کمې او زومانو ته د دومره ډېر ولور پرې کول په سرخوږي بدل شوي دي.
د یوې شمېرنې له مخې اوس د چین په ځینې سیمو کې زوم د ناوې کورنۍ ته له یو لک ډېر یوان (۱۴ زره ډالر) ور کوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د هینان ولایت د یوې سیمې ځايي چارواکي هلته د لګښت کمولو هڅه کوي.
ځايي چارواکو سپارښتنه کړې چې د ناوې ولور دې له ۶۰ زرو یوانو ډېر نه وي.
د چین ملي راډیو د رپوټ له مخې، په دې سیمه کې چارواکو له خلکو هم غوښتي چې په ودونو کې له بې ځایه لګښت ډډه وکړي او ساده خوړه ( د ناوې او زوم کورنۍ له خوا د واده په ورځ مېلمستیا) ور کړي.
دوی دا هم ویلي چې د خوړې په ورځ دې د مېلمنو لپاره له لسو زیات مېزونه نه اېښودل کېږي او په ورا کې دې هم له شپږو ډېر موټر نه بیايي.
د چین ملي راډیو دا هم وايي، چې د دې سپارښتونو سرغړوونکو ته کومه سزا نه ده ټاکل شوې، خو په سیمه کې د کمونېست ګوند ځايي غړو او د ودونو تالارونو ته ویل شوي چې که چا له دې سپارښتنو ډډه وکړه، نو سملاسي دې یې یاداښت کړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د چین خوواله رسنیو کې د دې سپارښتنو هرکلی شوی، خو خینې خلکو ویلي چې حکومت په دې چارو کې د لاسوهنې حق نه لري.
یوه کارن ویلي: 'قوانین د ښه نیت لپاره جوړېږي، خو که یوه کورنۍ بلې کورنۍ ته څومره ولور ور کوي دا د دوی شخصي مسله ده'.
یو بل کارن هم ویلي 'دا کوم قانون دی چې حکومت ته د خلکو په شخصي مسلو کې د لاسوهنې حق ور کوي'.
خو ځینې کسانو د حکومت د دې پرېکړې هرکلی کړی دی.
یوه کس لیکلي، 'د چا سره چې د ولور وس نه وي، نو دا د دوی لپاره ښه خبره ده'.


















