تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
بي خوبي برتانیا ته د کال ۴۰ میلیارد پونډه تاوان رسوي
یوه نوې څېړنه وايي، له خوب بې برخې کارکوونکي د برتانیا اقتصاد ته په کال کې څلوېښت میلیارد پونډه زیان اړوي او د مرګ لوی خطر پېښوي.
دا محاسبه د هغو ستړو کارګرو له مطالعې شوی چې لږ کار کوي او یا هم له کار ناسوب دي.
د رنډ یوروپ په نوم د څېړنې شرکت د ۶۲ زره کسانو معلومات کارولي او وايي، دا زیان د ۱،۸۶ سلنه اقتصادي ودې سره برابر دی.
د بې خوبۍ تر ټولو لوی اغېز پر روغتیا ده، هغه کسان چې د شپې له شپږو ساعتونو لږ خوب کوي تر هغو خلکو ۱۳ سلنه ډېر د مړینې له خطر سره مخ کېدلی شي چې د نهو او اوو ساعتونو ترمنځ خوب کوي.
په دې څېړنه کې په برتانیا، متحده ایالتونو، کاناډا، جرمني او جاپان کې د کم خوبۍ اقتصادي تاوان اروزل شوی دی.
که څه هم په برتانیا کې د ستړو کارګرو د اقتصادي تاوان اغېز بد خبر دی، خو تر متحده ایالتونو او جاپان په دې برخه کې ښه دی، ځکه دغه هېوادونه د کم خوب له امله لا ډېرې کاري ورځې له لاسه ور کوي.
په هېوادونو کې د بې خوبۍ تاوان
- امریکا په کال کې ۱،۲ میلیون کاري ورځې له لاسه ور کوي چې ۴۱۱ میلیارد ډالره تاوان ورته لري او دا تاوان له ۲،۲۸ سلنه ناخالص ملي تولید سره برابر دی.
- جاپان په کال کې شپږ لکه کاري ورځې له لاسه ور کوي چې ۱۳۸ میلیارده ډالره تاوان ور اړوي او د ۲،۹۲ سلنه کورني ناخالص تولید سره برابر دی.
- برتانیا دوه لکه کاري ورځې په کال کې له لاسه ور کوي چې ۴۰ میلیارد ډالره پونډه ور ته رسوي او د ۱،۵۶ ناخالص ملي تولید سره برابر دی.
- جرمني په کال کې دوه لکه کاري ورځې له لاسه ور کوي چې ۶۰ میلیارده ډالره تاوان ورته رسوي او دا تاوان یې د ناخالص ملي تولید له ۱،۵۶ سلنې سره برابر دی.
- کاناډا په کال کې اتیا زره کاري ورځې بایلي، چې ۲۱،۴ میلیارد ډالره تاوان ورته رسوي او د ۱،۲۵ سنله کورني ناحالص ملي توليد معادل دی.
- د دې څېړنې له مخې د مناسب خوب اندازه هره شپه د اوو او نهو ساعتونو ترمنځ اټکل شوې ده.
په رپوټ کې پر کار ور کوونکو غږ شوی چې د خوب اهمیت وپېژني او ملاتړ یې وکړي، له دوی یې غوښتنه کړې چې ځانګړې خوبخونې جوړې کړي.
له دوی غواړي چې خپل کارګر له کاري ساعتونو وروسته د برېښنايي وسیلو "له ډېر کارولو" هم وغړوي.
له کارگرو هم غوښتنه شوې چې هره ورځ په یو وخت پاڅېږي او د خوب زیاتولو لپاره د ورځې په اوږدو کې تمرین یا ورزش وکړي.
د رنډ یوروپ شرکت کې د څېړنډلې مشر او د رپوټ اصلي لیکوال مارکو هافنر وايي: "د بې خوبۍ اغېز خورا ډېر دی. کم خوب یواځې د یو کس روغتیا نه اغېزمنوي، بلکې د ملت پر اقتصاد هم څرګند اغېز کوي".
د ښاغلي هافنر په خبره، لږ بدلون ډېر توپیر رامنځ ته کولی شي.
نوموړی زیاتوي، که په برتانیا کې اوس خوب په شپه کې له شپږو ساعتونو کم وي او د شپږو او اوو ساعتونو ترمنځ شي، نو دا به د برتانیا اقتصاد ته ۲۴ میلیارد پونډه ګټه ولري.