کشمیرۍ نجلۍ: له دریو میاشتو مې سترګې ړندې شوې

Insha Mushtaq looks out of the window
د عکس تشریح، انشا مشتاق د خپل کور له ورسۍ بهر کتل چې چرې یې په سترګو ولګېدې.
د خپرېدو وخت

د هند ترواک لاندې کشمیر کې د ۱۴ کلنې انشا مشتاق د سترګو نظر د هندي پولیسو د چره يي ټوپک په ‌ډزو سره ورک شو.

فوټو خبریال عابد بټ د هغې کیسه وايي.

انشا وايي، "زه له هغه امنیتي سرتېري چې په سترګو یې ړنده کړم، دا پوښتنه کوم، چې ګنا مې څه وه". هغه د خپل کور په ورسۍ کې ناسته وه چې سترګې یې د چره یي ټوپک ښکار شوې.

له تېرو دریو میاشتو راهیسې د خپلو سترګو د درملنې لپاره په روغتونونو ګرځي، تراوسه یې درملنه نه ده شوې، خو بیا هم هیله منه ده.

انشا وايي، په راتلونکي کې ډاکټره جوړېدل غواړي. هغې ماته خپل کتابونه وښودل، چې اوس یې لوستلی نه شی. په اوښلنو سترګو یې وویل، "زه یواځې دا کتابونه لیدلی شم". هغې ما ته د خپل ښوونځي کارت هم وښود.

Insha Mushtaq
د عکس تشریح، انشا مشتاق اوس یواځې کتاب لیدلی شي، خو لوستلی یې نه شي.
Insha's father looks at a picture of her in hospital
د عکس تشریح، د انشا مشتاق پلار: د لور ړندې سترګې هره ورځ ما وژني.

د هند ترواک لاندې کشمیر کې د روان تاوتریخوالی له امله تراوسه ۸۹ کسان وژل شوي او په زرګونو نور ټپیان شوي دي. هند ګاونډی پاکستان په کشمیر کې پر روان تاوتریخوالي تورنوي، خو اسلام اباد دا تور ردوي.

له ۶۰ کلونو ډېر وخت کېږي چې د پاکستان او هند ترمنځ د کشمیر کشاله روانه ده، دواړو هېوادونو د دغې سیمې پر سره دوه ځلې خپلمنځي جګړه کړې ده.

A soldier firing a pellet gun
د عکس تشریح، له ۲۰۱۰ کال راهیسې هندی پوځ په کشمیر کې د تاوتریخوالي د کنټرولولو لپاره چره يي ټوپک کاروي.

د هند ترواک لاندې کشمیر کې پوځ اول ځل په ۲۰۱۰ کال چره یې ټوپک د نه وژونکې وسلې په توګه وکارول. چره يي ټوپک تر ډېره د مرغانو د ښکارولو لپاره دي. له دې ټوپک کوچنۍ کوچنۍ چرې وځي. په یوه کارتوس کې نږدې ۵۰۰ چرې وی. کله چې کارتوس ووځي، نو چرې یې هرې خوا ته خورې شي.

Pellet cartridge
د عکس تشریح، په یوه کارتوس کې تر ۵۰۰ چرې وی چې کارتوس له ټوپک ووځي چرې هرې خوا ته خورې شي.

دا کارتوس د نورو ګولیو یا کارتوسو په پرتله لږ وژونکي دي خو ژور ټپ پرېږدي، په تېره سترګې اغېزمنوي. د انشا مشتاق کورنۍ د هغې د ټپونو د رغېدلو هڅه کوي. د هغې مور د خپلې لور د ړندېدلو له امله ډېره ځوروېږي. د انشا کورنۍ د هغې پر مخ د ټپونو د لرې کولو هڅه کوي. اسما هم په لوپټې او سترګیو سره خپل ټپونه پټوي.

د انشا پلار وایي، "که لور مې مړه شوي وی، غم به مې یې زغملی و، خو ړندې سترګې یې هر وخت ما وژني."

Insha's mother breaks down as she looks at her daughter
د عکس تشریح، د انشا مشتاق مور د خپلې لور په ړندېدلو تل ژاړي.

انشا وايي، خپل ځان ته د هیلې ور کولو هڅه کوي.

کله یې چې پوښتنې ته خپلوان ورځي، هرکلی یې کوي. بیا ور سره د قدم وهلو لپاره بهر وځي، خو د هغې او د ملګرو لپاره یې دا قدم وهل ډېر ستونزمن او اوږده وي.

Ms Mushtaq on a walk
د عکس تشریح، انشا مشتاق په دواړو سترګو ړنده ده.