د کلیوالو ښځو نړیواله ورځ؛ ملګري ملتونه وايي، ښځو ته د زدکړو زمینه برابرول د دوی مهارتونه لا ډېروي

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, ابراهیم امیري
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
نن د اکتوبر پنځلسمه نېټه د ملګرو ملتونو لخوا د کلیوالو ښځو د نړیوالې ورځې په توګه په دې خاطر لمانځل کېږي چې د کلیوالو ښځو ارزښتناک کار او زیار ته درناوی وشي. ملګري ملتونه وايي د ښځو وسمنول او برابر حقونه ورکول نه یوازې یو سم کار دی بلکې له دې سره کېدای شي چې د بې وزلۍ، لوږې او خوارځواکۍ سره مبارزه هم وشي.
د اسیا او افریقا مخ پر ودې هېوادونو کې څه باندې ۴۰ سلنه ښځې د کرکیلې په برخه کې له نارینه وو سره اوږه په اوږه کار کوي. ملګري ملتونه دغسې کلیوالې ښځې د خوړو د نړیوال سیستم اتلانې بولي.
په افغانستان کې هم ګڼ شمېر مېرمنې د کور د کارونو او ماشومانو د پالنې ترڅنک له نارینه وو سره په کردندو او نورو برخو کې کار کوي او په یو ډول د کورنۍ په اقتصادي وده کې ونډه لري.
ملګري ملتونه وايي، کلیوالې ښځې د کور او ټولنې د اقتصاد په وده کې رغنده رول لري او د کور او ماشومانو د ساتنې ترڅنګ د کرنې، مالدارۍ، او یا هم لاسي صنایعو له لارې خپلو کورنیو ته پیسې ګټي.
د ملګرو ملتونو په وینا که په بې وزله هېوادونو کې ښځو ته د نارینه وو په څېر ورته فرصتونه او امکانات برابر شي نو کرنیز حاصلات به یې لا ډېر شي او د خوارځواکۍ کچه به په کې پام وړ ټېټه شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د شمېرو له مخې د اسیا او افریقا د لویو وچو مخ په ودې هېوادونو کې د کرنې برخې څه باندې ۴۰ سلنه کاري ځواک ښځې جوړوي او د همدې ښځو ونډه په نړۍ د کرنیزو محصولاتو ډېریدل او د خوړو خوندیتوب باوري کوي.
دغه راز په نړۍ کې څه کم ۱۵ سلنه مېرمنې هغه دي چې خپلې ځمکې لري او کرکیله په کې کوي.
په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د هغو ښځو شمېر هم پام وړ ډېر شوی چې سوداګري کوي او نه یوازې ځانته بلکې نورو ښځو ته یې هم کاري فرصتونه برابر کړي دي.
په افغانستان کې د طالبانو له بیا وکمنیدو وروسته د ښځو د سوداګرۍ خونه وتړل شوه، خو وروسته بېرته پرانستل شوه او اوس مهال د چارواکو په وینا زرګونه ښځې له دې خونې سره کار کوي.
ملګري ملتونه وايي توپیري ټولنیزو معیارونو او خنډونو په سیاسي، ټولنیز او نورو برخو کې د ښځو ګډون او په کلیوالو سیمو کې برابرو فرصتونو ته د ښځو او نجونو لاسرسی محدود کړی دی.
ملګرو ملتونو له هېوادونو غوښتنه کړې او ویلې یې دي چې د کلیوالو ښځو په نړیواله ورځ دې په ټولو ډګرونو او په ځانګړې توګه د خوړو په نړیوال سیستم کې د دې اتلانو کار او زیار په رسمیت وپیژني او هڅه دې وکړو چې په لرو پرتو سیمو کې هم ښځو ته د نارینه په څېر مساوي فرصتونه برابر شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
خو د ځینو په باور په افغانستان کې په اکثرو کلیوالو سیمو کې ښځې د کور د کارونو او ماشومانو د روزنې ترڅنګ پر هره پوله او پټي کې د نارینه وو سره څنګ په څنګ کار کوي او په یو ډول د کورنۍ اقتصاد په پیاوړتیا کې ونډه لري.
د ملګرو ملتونو په وینا د کلیوالو ښځو د کار او زیار ډېره ګټه کورنۍ او ټولنې ته رسېږي خو بیا هم د نارینه وو په څېر مساوي فرصتونو او امکاناتو ته لاسرسی نه لري، عاید یې کم وي او ډېر ځله همدا مېرمنې چې نورو ته د خوړو په تولیداتو کې مهمه ونډه لري د خوړو له کمښت سره مخامخې وي او نورو خدماتو ته یې لاسرسی محدود وي.
اوس چې د نړۍ نفوس ورځ تر بلې ډېرېږي په ډېرو هېوادونو کې ټولو ته د خوړو برابرول ستونزمن شوي او په پایله کې یې لوږه او خوارځواکي ډېره شوې ده.
د کورونا وبا او اقیلمي بدلون دا وضعیت لا ستونزمن او پیچلی کړی دی. د ۲۰۲۰ کال شمېرې ښيي چې په نړۍ کې څه باندې دوه ملیاردو وګړو کافي خواړه نه لرل.
ملګري ملتونه وايي د خوړو د نړیوال سیستم اتلانې چې کلیوالۍ ښځې دي باید له خپلو محصولاتو مساوي ګټه واخلي او نن چې د همدې کلیوالو ښځو نړیواله ورځ ده باید د قوانینو، تګلارو، سیاستونو او ټولو هغو برخو کې چې د ښځو او په ځانګړې توګه کلیوالو ښځو پر ژوند اغیزه لرلی شي، هغوی ته د ونډې ورکولو غږ پورته کړای شي.
د ملګرو ملتونو په وینا کلیوالو ښځو ته د زدکړو زمینه برابرول د دوی مهارتونه لا ډېروي چې د ګټې وټې نوې لارې ومومي او دغه راز د اوسني عصر له اړتیاوو سره سم له ټنکنالوژۍ سره اشنا شي او خپلو اړتیاو ته په کتو ترې کار واخلي.




















