سر پرستې ښځې

د ویډیو تشریح، سر پرستې ښځې
د خپرېدو وخت

د افغانستان د احصایې ملي اداره وایي، د شاوخوا ۴۵ زره کورنیو سرپرستي ښځې کوي. دا مېرمنې یا کونډې دي او یا یې نارینه د بېلا بېلو ستونزو له کبله د کار کولو توان نه لري. دغه ښځینه روزي ګټوونکي وايي په افغان ټولنه کې د کار پیدا کول او د نفقې ګټل ګران دي. بل خوا د ښځو چارو وزارت وايي پر یوه طرحه کار کوي چې ښځو ته د کار پیدا کولو چاره اسانه شي. شازیه حیا رپوټ لري.