بې اجازې د اسپانوۍ لوبغاړې ښکولولو شخړه؛ لسګونه لوبغاړو له لوبو سره پرېکون اعلان کړی

Luis Rubiales kisses Jenni Hermoso

د عکس سرچینه، Eurasia Sport Images

د خپرېدو وخت

د اسپانیا نژدې اتیا لوبغاړو ویلي چې له دندې د دې هېواد د فوټبال فدراسیون مشر لوئس روبیالیس د ګوښه کېدو تر مهاله له لوبو سره پرېکون کوي.

لوبغاړو دا اقدام د ښځو فوټبال نړیوال جام سیالیو کې له بریا وروسته د لوئس روبیالیس له لوري له خپلمنځي اجازې پرته د جیني هرموسو نومې لوبغاړې شونډو ښکولولو پر ضد د احتجاج په توګه کړی.

د یادونې ده، چې لوئس روبیالیس په دې هکله بخښنه هم غوښتې وه او دا یې په خوښۍ کې یو بې ارادې کار بللی و.

تېره یکشنبه د اسپانیا ښځینه فوټبال ټیم لومړی ځل نړیوال جام وګاټه او د جایزو په مراسمو کې لوئس روبیالیس په داسې حال کې ولیدل شو، چې لوبغاړو ته یې غېږ ورکوله. هماغه وخت نوموړي لومړی لوبغاړې جیني هرموسو لومړی په غېږ کې ونیوه او وروسته یې پر شونډو ښکول کړه.

خپله اغلې هرموسو هم په دې هکله ناخوښي څرګنده کړې وه او پر خواله رسنۍ انسټاګرام یې کښلي و: ''دا چاره زما خوښه نه شوه. ''

کله چې اغلې هرموسو وویل، په دې چاره کې یې رضامندي شامله نه وه، نو ۸۱ ښځینه لوبغاړو په یوه خوله وویل، له دندې د فوټبال فدراسیون د مشر لېرې کېدو تر مهاله به د هېواد فوټبال لوبډلو لپاره لوبه و نه کړي.

لوئس روبیالیس بیا له استعفا کولو انکار کړی. نوموړی وايي، د داسې کولو مستحق نه دی.

اسپانیا حکومت د فوټبال فدراسیون مشر ګوښه کولو لپاره اقدامات کوي او د فوټبال نړیوال فدراسیون فیفا هم د انضباطي فعالیت خبره کوي.

جیني هرموسو (په منځ کې) له الکسیا پوتیاس او ایرنه پاراداس سره یو ځای د نړیوال جام ګټلو خوښۍ لمانځلو پر مهال.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، جیني هرموسو (په منځ کې) له الکسیا پوتیاس او ایرنه پاراداس سره یو ځای د نړیوال جام ګټلو خوښۍ لمانځلو پر مهال.

د اسپانیا فوټبال فدراسیون په بېړنیزه غونډه کې تمه کېده چې لوئس روبیالیس به استعفا اعلان کړي، خو نوموړي نه یوازې له داسې کولو انکار وکړ، بلکې ادعا یې وکړه، چې همدا جیني وه چې 'زه یې په (خوښۍ) په غېږ کې ونیوم او پورته یې کړم، ما ورته وویل هغه پنالیټي هېره کړه چې میري ایرپس یې دفاع وکړه، ما سملاسي هغې ته د ښکولولو خبره وکړه، چې ویې منله. '

نوموړي زیاته کړه، دا بې ارادې مچو وه، چې د زیاتې خوښۍ پر مهال له خپلمنځي رضایت وروسته واخیستل شوه.

جیني هرموسو بیا پر خواله رسنیو یوه تفصیلي بیان کې د فوټپال فدراسیون مشر څرګندونې رد کړې او په وینا یې د اسې هېڅ ډول خبره نه ده شوې.

جیني وايي، 'د لوئس ادعا بې بنسټه او د ټګي، برګي د هغه کلتور زېږنده ده، چې خپله ده رامنځته کړی. '

نوموړې د فوټبال فدراسیون مشر ته ویلي: ''دا بسنه کوي، چې استعفا ورکړې، زما پر وړاندې دې بې ادبي کړې ده. ''

نوموړې وايي، پرلپسې پرې د داسې خبرو لپاره فشار راوړل شوی، چې د لوئس څرګندونو ته جواز وموندل شي.

د اسپانیا فوټبال فدراسیون د مشر پر دې عمل په اسپانیا کې پراخې نیوکې شوې دي. د اسپانیا د لوبو وزیر میکائل اسیتا له دولتي راډیو سره خبرو کې ویلي، د لوئس روبیالیس لخوا د لوبغاړې هرموسو ښکولول 'د نه منلو وړ ' کړنه ده او په وینا یې 'منطقي او معقوله چاره دا ده چې روبیالیس باید په لومړي سر کې بخښنه وغواړي. '

د اغلې هرموسو له څرګندونو وروسته بیا د اسپانیا فوټبال فدراسیون په غبرګون کې ویلي و چې 'دا د شفقت او عاطفې طبیعي شېبه وه. '