کرېکټ: پاکستان له افغانستانه د شل اوريزو لوبو د لړۍ درېيمه لوبه وګټله

کرېکټ

د عکس سرچینه، ACB

د خپرېدو وخت

د افغانستان او پاکستان تر منځ د شل اوريزو لوبو د لړۍ په وروستۍ سيالي پاکستان د ۶۶ منډو په توپير وګټله.

افغانستان د پچې له ګټلو سره مقابلې لوبډلې ته د منډو جوړولو بلنه ورکړه. پاکستان په ټاکلو شلو اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۸۳ منډو هدف وټاکه خو افغانستان ونتوانېد پوره يې کړي او ټوله لوبډله يې د ۱۱۶ منډو په جوړولو وسوځېده.

د افغانستان لپاره مجيب الرحمان ځدراڼ دوې، فضل الحق فاروقي، محمد نبي، فريد احمد، راشد خان او کريم جنت يوه يوه وېکټه واخيسته.

په توپ وهنه کې د پاکستان لپاره صايم ايوب ۴۹، افتخار احمد ۳۱، شاداب خان ۲۸ او عبدالله شفيق ۲۳ منډې وکړې.

د توپ وهنې به برخه کې افغان لوبغاړي ښه ونه ځلېدل وېکټې يې يو پر بل پسې ژر ژر له لاسه ورکړې. د افغانستان لپاره عظمت الله عمرزي ۲۱، رحمان الله ګوربز ۱۸، محمد نبي ۱۷، راشد خان ۱۶ او عثمان غني ۱۵ منډې جوړې کړې.

پاکستانی لوبډلمشر شاداب خان د ۲۸ منډو په جوړولو او د ۳ وېکټو په ترلاسه کولو سره د دې سيالۍ غوره لوبغاړی ونومول شو.

د افغانستان او پاکستان تر منځ دا لومړی ځل و چې دری پرلپسې شل اوریزې سيالۍ ترسره شوې.

افغان لوبډلې د لړۍ لومړۍ سيالي په شپږو وېکټو او دويمه په اوو وېکټو ګټلې وه او لوبو لړۍ يې له وړاندې په خپل نامه کړې وه.

کرېکټ

د عکس سرچینه، ACB

له پاکستانه د شل اوريزو لوبو د لړۍ ګټل به نه یوازې افغان لوبغاړو ته ډاډ ورکړي چې په نړیوالو درجه بندیو کې د سر لوبډلو ته ماتې ورکولی شي بلکې د افغان لوبډلې پر نړیوالو درجه بندیو به هم مثبت اغېز ولري.

افغانستان او پاکستان څو ځلې په نړیوالو او اسیایې سیالیو کې له یوه بل سره مخ شوي، دا سیالۍ تر ډېره تر وروستي اووره رسېدلي او بیا پاکستان ګټلې خو دا ځل افغان لوبډلې په اسانۍ د لوبلو لړۍ ترې وګټله.

په اسیایې او نړیوال جام کې له ګروپي سیالیو ور ها خوا د افغانستان او پاکستان کرېکټ لوبډلې په ۲۰۱۲ کې یوه ورځنۍ خپل منځي او دوستانه لوبه کړې او بیا په ۲۰۱۳م کال کې هم په همدې لوبغالي کې یوه شل اوریزه دوستانه لوبه کې سره مخ شوې چې دواړه پاکستان ګټلې و.

که څه هم د دې دوه ګاونډیو هېوادونو تر منځ لوبو ته لېوالتیا ډېره ده خو لوبې یې هغسې ډېرې نه دي.