شاداب خان: په شارجه کې له افغانستانه ګټل اسانه نه دي

کرېکټ

د عکس سرچینه، ACB

د خپرېدو وخت

په شارجه کې د پاکستان په وړاندې د افغانستان دویم پرله پسې بری په نړیوالو شل اوریزو لوبو کې د افغان لوبغاړو اویایمه کامیابي وه. خو افغان مینه والو ته ښایي تر ټولو خوږه او مهمه چې ورسره یې خپل ګاونډي سیال ته په یوه لوبلړۍ کې په لومړي ځل ماتې ورکړه.

د افغانستان او پاکستان تر منځ لومړنۍ شل اوریزه لوبه په ۲۰۱۳ کال کې په همدې شارجه لوبغالې کې شوې وه. په لسو کلونو کې پاکستان تر اوسه له افغانستان سره پنځه لوبې کړې دي. له لومړنۍ لوبې وروسته دوې لوبې یې په نړیوال جام یا اسیا کپ کې وې. پاکستان لومړنۍ درې لوبې وګټلې خو افغان لوبغاړو تل ویل چې که د لوبو ډېرې موقع ومومي پاکستان ته ماته ورکولی شي.

په شارجه کې د درو لوبو روانه لړۍ ښه موقع شوه چې افغان لوبغاړي له خپل ګاونډي سره پنجه نرمه کړي. افغانستان د دې لړۍ لومړنۍ دوې لوبې وګټلې او لوبلړۍ یې خپله کړه.

په پاکستان کې رسنۍ او ځینې پخواني لوبغاړي د خپل بورډ د غوراوي پر سیستم نیوکې کوي چې ګواکې ځوانه لوبډله یې میدان ته کوزه کړې ده. خو په شارجه کې له خبریالانو سره د خبرو پر مهال د پاکستان لوبډلمشر شاداب خان وویل، "د شارجې شرایطو ته په پام که موږ هر څوک لوبولي وای د افغانستان بالرانو به مشکل راته جوړاوه."

د پاکستان دوه مخکښ منډه جوړونکي بابر اعظم او محمد رضوان په دې لوبو کې نشته. خو د دوی پر ځای د پاکستان د مخکښ شل اوریز سوپر لیګ تر ټولو وتلي لوبغاړي لوبډلې ته راغلي چې د شاداب خان په وینا د پاکستان ځلېدونکي ستوري دي او تر ډېرو کلونو به په ملي لوبډله کې ځلېږي.

افغان مینه والو او ستورو ته بیا د پاکستان د لوبډلې انتخاب سرخوږی نه دی. په دې لوبلړۍ کې د افغانستان لوبډلمشر راشد خان د خپل تاکتیک او پلان په حساب وځلېد. ده په دواړو لوبو کې پر وخت بالران بدل کړل، د منډو مخه یې ډب کړه او په پرله پسې برید یې د پاکستاني منډه جوړونکو لپاره لوبه سخته کړه.

کرېکټ

د عکس سرچینه، ACB

د افغانستان منډه جوړونکو کې تر پخوا حوصله، دقت او د یوه پلان څرک تر سترګو شو. که څه هم له لومړۍ لوبې وروسته د لوبډلې په ترکیب نیوکې وشوې چې د منډه جوړونکو شمېر یې لږ دی خو په دویمه لوبه کې دغه ټکي ته هم پام شوی و.

دا بری به نه یوازې افغان لوبغاړو ته ډاډ ورکړي چې په نړیوالو درجه بندیو کې د سر لوبډلو ته ماتې ورکولی شي بلکې د افغان لوبډلې پر نړیوالو درجه بندیو به هم مثبت اغېز ولري.

د لوبلړۍ له ګټلو وروسته ځینې شاید فکر وکړي چې افغان لوبغاړي به په وروستۍ لوبه کې هغومره جدي نه وي خو لوبغاړي نوین الحق بي بي سي پښتو تلویزیون ته وویل، "په هره لوبه کې چې د افغانستان په استازیتوب میدان ته کوزېږو بې له بري بل څه نه غواړو. نو د درېیمې لوبې د ګټلو کلک هوډ لرو."

پاکستان ته ماتې په هر حساب افغانانو ته مهمه ده خو په پوره ډاډ او ښه توپیر ماتې د لوبغاړو د مورال لوړېدو ته هم بې له شکه چې ګټوره خبره ده.