تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د بریتانیا حکومت افغان ماشومانو سره مرسته کموي
بريتانيا مېشتې سېف د چېلډرن، يا د ماشومانو ژغورنې خيريه ټولنې ويلي، بريتانوی حکومت افغانستان کې له يوه پروګرام سره د ۷ ميليون ډالرو مرستې کموي.
سېف د چېلډرن وايي، بریتانوي حکومت له دوی سره د اوو میلیونو پونډو مرستو کچه یو میلیون ډالرو ته ښکته کړې ده.
دا ګام يوازې څو مياشتې وروسته له هغه اخلي، چې زرګونه له خطر سره مخ ښځو او نجونو د ملاتړ ټټر يې وهلی و.
دې پروګرام د روغتيا پالنې او زدکړو په څېر بنسټیزو خدمتونو ته لاسرسي په برخو کې له خلکو سره مرسته کوله.
اټکل دی چې د ۱۴ ميليون ماشومانو په ګډون، د افغانستان نيمايي وګړي بشري مرستو ته اړتيا لري.
د یادې ټولنې چارواکو ویلي، اوس دوی اړ دي چې خپلې چارې په دغه یو میلیون پونډو مخته یوسي او پر مټ یې په افغانستان کې میلیونونه ماشومانو ته روغتیايي او ښوونیز خدمتونه ورسوي.
دوی خبرداری ورکړی چې پر دوی د پیسو کمول به افغانستان کې د دوی د پروژې د درېدو لامل شي.
سېف د چېلډرن یو کال وړاندې له اغېزمنېدونکو افغان نجونو او مېرمنو سره د ملاتړ پروګرام پيل کړ چې له لارې یې له هغوی سره مالي مرستې کېږي. له وخته وړاندې او په جبر ودونو او له ښځو سره د تاوتریخوالي په ګډون بېلابېلو ښوونیز پروګرامونه ورته وړاندې کېږي.
په ورته وخت کې یاده خیریه ټولنه افغانستان کې له اړمنو ماشومانو او مېرمنو سره د خوړو او روغتیایي خدمتونو په برخو کې مرستې کوي.
د سېف د چېلډرن ټولنې مشر ګئن هاینز ویلي، "د بریتانیا حکومت دغه پرېکړه نړۍ ته یو بد پیغام استوي، هغه دا چې بریتانیا د نړۍ تر ټولو زیات اړمنو ماشومانو او کورنیو ته په داسې سختو شرایطو کې شا کوي او په افغانستان کې د ښځو او نجونو د ملاتړ تشې وعدې کوي."
ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې څه باندې ۲۸ میلیونه کسان یا ددغه هېواد تر نیمايي ډېر وګړي چې پکې شاوخوا ۱۵ میلیونه ماشومان هم شامل دي، بشري مرستو ته اړ دي.