افغانستان کې د کرېکټ "فرسټ کلاس" پنځم پړاو سیالۍ پیل شوې

د خپرېدو وخت

د احمد شاه ابدالي څلور ورځینو (فرسټ کلاس ) سیالیو پنځم پړاو پیل شو. دغه سیالۍ نن "شنبه" هم مهاله په خوست او ننګرهار ولایتونو کې پیل شوې دي.

په دغو سیالیو کې له پنځو زونونو پنځه لوبډلې مس عینک، بند امیر، سپین غر، امو او بست له یو بل سره سیالي کوي.

احمدشاه ابدالي څلور ورځنۍ سیالۍ د افغانستان د کورني کرېکټ له مهمو سیالیو ګڼل کیږي، چې د اړوند مسؤلینو په وینا په هېواد کې د کرېکټ لوبې او لوبغاړو وړتیاو په لوړولو کې خپل مهم اغېز لري.

په لوبډلو کې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړي لوبېږي چې تر څنګ یې ګڼ شمېر ځوانو لوبغاړو ته هم د لوبېدو زمینه برابره شوې ده.

د دغه پړاو لومړۍ سیالۍ په ننګرهار کې د امو او سپین غر لوبډلو او په خوست کې بیا د مس عینک او بند امیر لوبډلو ترمنځ دي.

دغه سیالۍ به څه باندې یوه میاشت دوام وکړي او د نومبر میاشتې په ۱۱ نېټه پای ته رسېږي.

د احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس سیالیو لړۍ په ۲۰۱۷ کال کې پیل شوې وې. تېر کال د دغو سیالیو اتلولي د بند امیر زون لوبډلې خپله کړې وه.

ټاکل شوې تر دغو سیالیو وروسته د زونونو په کچه د غازي امان الله خان یو ورځنۍ سیالۍ هم د نومبر میاشتې په وروستیو کې پیل شي.

د احمد شاه ابدالي سیالیو پنځم پړاو داسې مهال پیل شوي چې افغان کرېکټ ملي لوبډله په اسټرالیا کې ده او د نړیوال جام لپاره په تیاریو او تمرینونو بوخته ده.