امیر الهي؛ هغه کرېکټر چې هند او پاکستان دواړو ته لوبېدلی

امیر الہی

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، امیر الهي (کیڼ خوا)
د خپرېدو وخت

هند کې کرېکټ خورا ډېر مینوال لري. پاکستان کې هم کرېکټ سره د خلکو لیونۍ مینه تر هند کمه نه ده. او کله چې بیا د دغو دوو سیالو هېوادونو ترمنځ‌ د کرېکټ لوبه وي، نو میدان بې ښه تود وي.‌

دوی ته له یو بله د کرېکټ ګټل او بایلل د جګړې ډګر د ګټې او ماتې په څېر مهم وي.

خو ایا کله مو فکر کړی چې د هند تر وېش وړاندې به د دوی کرېکټ څنګه و؟

هغه مهال پاکستان نه و او اوسنۍ جغرافیه یې د هند برخه وه. هغه وخت د کرېکټ یوازې یوه لوبډله وه - د هندوستان لوبډله.

هند په ۱۹۳۲ کال د ټېسټ کرېکټ درجې ته رسېدلی و. د دغه هېواد لوبډلې په همدې ۱۹ سوه ۳۰مه لسیزه کې انګلنډ سره څو ټېسټ لوبې هم کړې، خو ټولې ورته وبایللې وې.

حالات تر هغې وروسته بدل شول چې وېش راغی - په دې توګه هغه لوبډله هم وویشل شوه چې پخوا یو ځای لوبېده.

د هندوستان کرېکټ لوبډلې یو شمېر لوبغاړي نوي جوړ شوي پاکستان ته ولاړل او په دې توګه هغه لوبغاړي چې یو وخت یوه لوبډله کې سره لوبېدل، د یو بل سیالان شول.

فینز

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د هند - پاکستان د کرېکټ لوبې ډېر خلک ګوري

امیر الهي همداسې یو لوبغاړی و چې دواړو هېوادونو ته لوبېدلی.

هغه هند کې د بړوده لوبډلې غړی و.

خو چې کله خبره د وېش راغله، نو امیر الهي پاکستان ته د تګ پرېکړه وکړه.

هند او پاکستان تر بېلتون وروسته د کرېکټ جلا جلا لوبډلې جوړې کړې.

د امیر الهي لمسي منان احمد چې څو کاله وړاندې امریکا کې د کولمبیا پوهنتون محصل و، هغه مهال بي بي سي ته ویلي وو نیکه یې ډېر غټ او مشهور کرېکټر نه و.

د نوموړي په وینا امیر الهي لوبډله کې د منځنۍ کچې توپوهونکی او توپ اچوونکی خو د پاکستان د رامنځته کېدو ټینګ ملاتړی و.

هغه د پاکستان تر جوړېدو وروسته په ۱۹۵۲ کال د دغه نوي هېواد لوبډله کې د سیالیو لپاره هند ته هم تللی و.

وجے ہزارے

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د هند او پاکستان ترمنځ د ۱۹۵۲ کال یوه لوبه

د پاکستان لوبډلې دا دوره کوربه هند ته بایللې وه.‌

پر امیر الهي سربېره عبدالحفیظ کاردار او ګل محمد هم داسې لوبغاړي دي چې د هند او پاکستان دواړو لپاره یې ټېسټ لوبې کړې.

منان احمد وايي نیکه یې خپل د کرېکټ وسایل ډېر په پام ساتل خو یو ځل یو کس ورته راغی چې دا وسایل موزیم کې اېښودلو لپاره ورکړي او نیکه یې هم دا کار وکړ.

دی زیاتوي‌ چې دغه کس یې نیکه ته ویلي و چې دا موزیم لاهور کې پرانیستل کېږي، خو وروسته له هر څه سره تری تم شو.‌

منان احمد وايي هغه وسایل ښايي تور مارکېټ کې پلورل شوي وي.

د هند او پاکستان له بېلتون راهیسې کرېکټ اوږد سفر وهلی - دواړو هېوادونو نړیوال جامونه ګټلي او خپلو کې هم په وار وار مخامخ شوي‌ چې لوبه کله یوه کله بل ګټلې.

د هند او پاکستان کرېکټ لوبډلې به اوس یو بل سیال او دښمن ګڼي، خو دغو لوبډلو کې داسې کسان هم تېر شوي چې مخکې یو ځای او یوه هدف لپاره لوبېدل.