تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د افغانستان فوټبال غوره لیګ؛ شاهین اسمايي اتلولي وګټله
د افغانستان د فوټبال د غوره لیګ د نهم پړاو په پایلوبه کې د شاهین اسمايي لوبډله وتوانېده چې په یو ګول سیمرغ البرز لوبډلې ته ماتې ورکړي او د پنځم لپاره یې د دې لیګ اتلولي وګټله.
د دې لوبې یوازېنی ګول د شاهین اسمايي لوبډلمشر فردین حکیمي وکړ.
خو د لوبې غوره لوبغاړی بیا د یادې لوبډلې دفاع کوونکی حسین علیزاده وټاکل شو.
د افغانستان د فوټبال غوره لیګ سیالۍ څه کم یوه میاشت وړاندې په کابل کې د اته لوبډلو ترمنځ پیل شوې.
شاهین اسمايي، د میوند اتلان، سیمرغ البرز، عقابان هندوکش، توپان هریرود، د اباسین څپې، د سپین غر بازان او موج های امو لوبډلو په دې لیګ کې سیالۍ وکړې.
د هرات نجونو لوبډله د ښځو فوټبال غوره لیګ اتله شوه
بلخوا د جمعې په ورځ د افغانستان پلازمېنه کابل کې د ښځو فوټبال غوره لیګ سیالیو پایلوبه د هرات نجونو لوبډلې له کابل لوبډلې وګټله.
دا لوبه د پلازمېنې کابل فوټبال فدراسیون کې سهار ۹ بجې پیل او شاوخوا یوه بجه پای ته ورسېده.
د هرات نجونو فوټبال لوبډله چې ګول یې له کابل سره یو یو برابر وه د پنالټي پر مهال له کابل مخکې او د لوبې اتله شوه.
دا لومړی ځل دی چې هرات نجونو لوبډله دا اتلولي ګټي.
له دې وړاندې کابل او هرات درې ځله پای لوبې ته لار پيدا کړې خو ټولې لوبې کابل ګټلي وې.
د ښځو فوټبال غوره لیګ څلورم پړاو سیالي د کابل، هرات، بامیانو، بلخ، جوزجان او غور ښځينه فوټبال لوبډلو تر منځ د اکتوبر په اوومه کابل کې پیل شوې وې.
دې لیګ کې د کابل، هرات، بلخ، بامیان، غور او جوزجان شپږ لوبډلې خپلمنځ کې په دریو ډلو کې سره لوبېدلې.