د هند لوبډله د اتلانو جام سیالۍ کې برخه اخلي

د عکس سرچینه، Getty Images
د هندوستان کریکټ لوبډلې چې مخکې یې د بېلو عواملو له مخې د چمپینز ټرافي (اتلانو جام) سیالۍ کې د نه ګډون خبره کېده، پرېکړه کړې چې په یادو سیالیو کې ګډون کوي.
د اپرېل تر ۲۵مې چې یادو سیالیو ته د نوملیکنې وروستۍ نېټه وه، د هند کریکټ بورډ پکې د ګډون خبره نه وه کړې.
له هغه وروسته غالب اټکل دا و چې هندوستان په دغو سیالیو کې ګډون نه کوي.
د هندوستان د کریکټ بورډ او د کریکټ د نړیوالې شورا ترمنځ اړیکي په دا وروستیو کې د (مالي لانجو ګونجو) پر سر خراب شوي دي.
د هندوستان د رسنیو پر بنسټ، په تېره یونۍ ( یکشنبه) په ډیلي کې جوړه شوې ناسته کې پرېکړه شوې چې د هندوستان لوبډله به په یادو سیالیو کې برخه واخلي.
د اتلانو جام سیالۍ د راتلونکې جون پر لومړۍ نېته په انګلینډ او ویلز کې پیلېږي او د همدې میاشتې تر ۱۸مې به دوام وکړي.

د عکس سرچینه، BCCI/TWITTER
په دغو سیالیو کې به پر هندوستان سربېره د پاکستان، سریلنکا، بنګله دېش، استرالیا، انګلینډ، سویلي افریقا او د نیوزیلنډ لوبډلې برخه واخلي.
د هندوستان کریکټ بورډ (بيسيسيای) په یادو سیالیو کې د ګډون کوونکو لوبغاړو نوملړ په ډاګه کړی دی.
په دغو سیالیو کې ویرات کولي لوبډلمشري کوي او څلور توپوهونکي، څلور الراونډران او پنځه توپ اچوونکي به ملګرتیا وکړي.
هندوستان باید په دغو لوبو کې له خپلې هغې اتلولۍ هم دفاع وکړي چې څلور کاله وړاندې یې د انګلینډۍ لوبډلې په ماتولو تر لاسه کړې وه.


















