تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د باسکټبال د لوبغاړي سترګه بوټه ووتله
رپوټونه وايي د نوي زیلاند د باسکټبال د یوه لوبغاړي سترګه چې د لوبې پر مهال بوټه راوتلې وه اوس هم لید لري.
اکل میچل چې امریکايی دی او د نیو زیلاند برېکرز لوبډلې کې لوبېږي د پنجشنبې پر ورځ یې د د اکلند په ښار کې لوبه کوله چې د بل لوبغاړي ګوته د ده سترګې ته ولګېده.
له پېښې وروسته دغه امریکايی لوبغاړی پر ځمکه ولوېد چې لاس يې پر خپلې سترګې کلک نیولی و او روغتون ته ولېږدول شو.
ښاغلي میچل د نیو زیلند سپورت راډیو ته وویل، "ما د خپل لاس په رغوي کې، خپله سترګه پر خپل مخ حس کوله ".
ده وویل، سره له دې چې سترګه یې له کاسې وتلې وه خو "هرڅه یې کتلای شول ".
ښاغلی میچل زیاتوي "زما په یاد دي چې ویل مې اوه، دا خو بد کار وشو، او کله چې مې فکر وکړ له خپل ځایه وتلې، نو وار مې خطا شو ".
دغه ۲۴ کلن ځوان وايي په یاد یې دي چې په نندارچیانو کې غوغا جوړه شوه او له لوبغاړو لاره ورکه وه او فکر یې کاوه چې خپل لید او کار یې له لاسه ورکړ.
ښاغلی میچل وايي، "چې امبولانس ته یې پورته کړم، د درد دارو یې راکړل او سترګې کې مې یې څاڅکي وڅڅول، داسې حس مې وکړ چې بېرته خپل ځای ته وښوېده، دا هم یو عجیب احساس و ".
"دا چې بېرته مې بیا سترګه رپولی شوای، ډېر خوند یې وکړ ".
وروسته له دې چې میچل د پنجشنبې پر ورځ له روغتونه رخصت کړی شو، پر خپل ټویټر پاڼې یې خپلو مینه والو د خپلې روغتیا ډاډ ورکړ.
د شمالي کارولاینا دغه لوبغاړي ویلي ډېر ژر به جوړ شي او په لوبو به پیل وکړي.