د باسکټبال د لوبغاړي سترګه بوټه ووتله

اکیل

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، اکېل میچل (ښی لاس ته) وايي، "ما د خپل لاس په رغوي کې، خپله سترګه پر خپل مخ حس کوله".
د خپرېدو وخت

رپوټونه وايي د نوي زیلاند د باسکټبال د یوه لوبغاړي سترګه چې د لوبې پر مهال بوټه راوتلې وه اوس هم لید لري.

اکل میچل چې امریکايی دی او د نیو زیلاند برېکرز لوبډلې کې لوبېږي د پنجشنبې پر ورځ یې د د اکلند په ښار کې لوبه کوله چې د بل لوبغاړي ګوته د ده سترګې ته ولګېده.

له پېښې وروسته دغه امریکايی لوبغاړی پر ځمکه ولوېد چې لاس يې پر خپلې سترګې کلک نیولی و او روغتون ته ولېږدول شو.

ښاغلي میچل د نیو زیلند سپورت راډیو ته وویل، "ما د خپل لاس په رغوي کې، خپله سترګه پر خپل مخ حس کوله ".

ده وویل، سره له دې چې سترګه یې له کاسې وتلې وه خو "هرڅه یې کتلای شول ".

JANUARY 26: Players and staff members of the Breakers show concerns as they gather around Akil Mitchell who suffers a serious eye injury during the round 17 NBL match between the New Zealand Breakers and the Cairns Taipans at the North Shore Events Centre on January 26, 2017 in Auckland, New Zealand.

د عکس سرچینه، Getty Images

ښاغلی میچل زیاتوي "زما په یاد دي چې ویل مې اوه، دا خو بد کار وشو، او کله چې مې فکر وکړ له خپل ځایه وتلې، نو وار مې خطا شو ".

دغه ۲۴ کلن ځوان وايي په یاد یې دي چې په نندارچیانو کې غوغا جوړه شوه او له لوبغاړو لاره ورکه وه او فکر یې کاوه چې خپل لید او کار یې له لاسه ورکړ.

JANUARY 26: Akil Mitchell of the Breakers acknowledges the supporters as he is helped off the court by his team with a serious eye injury during the round 17 NBL match between the New Zealand Breakers and the Cairns Taipans at the North Shore Events Centre on January 26, 2017 in Auckland, New Zealand.

د عکس سرچینه، Getty Images

ښاغلی میچل وايي، "چې امبولانس ته یې پورته کړم، د درد دارو یې راکړل او سترګې کې مې یې څاڅکي وڅڅول، داسې حس مې وکړ چې بېرته خپل ځای ته وښوېده، دا هم یو عجیب احساس و ".

"دا چې بېرته مې بیا سترګه رپولی شوای، ډېر خوند یې وکړ ".

w"

د عکس سرچینه، @ajmitchell25/Twitter

د عکس تشریح، " دومره ژر (به ښه شم)؟ نن شپه ستاسې له مینې، لوریېنې او دعاګانو مننه. زه کور کې یم او سم کتلی شم، نور معاینات مې سبا ته دي"

وروسته له دې چې میچل د پنجشنبې پر ورځ له روغتونه رخصت کړی شو، پر خپل ټویټر پاڼې یې خپلو مینه والو د خپلې روغتیا ډاډ ورکړ.

د شمالي کارولاینا دغه لوبغاړي ویلي ډېر ژر به جوړ شي او په لوبو به پیل وکړي.