د بریتانیا پوځ‌ د ټویټر او یوټیوب اکونټونه هک شوي

Badge on British soldier's arm

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

د بریتانیا پوځ وايي د خپل ټویټر او یوټیوب اکونټونو یا حسابونو د هک کېدو په اړه څېړنې پیل کړې دي.

د پوځ د یوټیوب پر چینل د میلیاردر 'اېلن موسک' له عکسونو په استفادې د کرېپټوکرنسۍ یا ډیجیټلي پیسو ویډیوګانې خپرېدې.

د تویټر پر پاڼه یې هم د 'اېن اېف ټي' چې د پانګونې لپاره برېښنایي هنري کار دی، بېلابېل پوستونه ریټویټ شوي.

د بریتانیا پوځ منلې چې د ټویټر او یوټیوب کنټرول یې د څه وخت لپاره له لاسه وتلی خو وايي د اطلاعاتو امنیت "خورا جدي" نیسي.

دمګړۍ د دغو دواړو حسابونو کنټرول بېرته ترلاسه شوی.

د بریتانیا د پوځ‌ یوه ویاند ویلي "تر هغې چې‌ په دې تړاو څېړنې بشپړې شوې نه وي، [په دې تړاو] نوره تبصره به غیرمناسبه وي."

تر اوسه مالومه نه ده چې د بریتانیا د پوڅ د خواله رسنیو د حسابونو هک کولو کې څوک لاس لري - خو د دغو دواړو پاڼو نومونه یې هم بدل کړي دي.

Computer keyboard

د عکس سرچینه، Reuters

پوځ وروسته د ټویټر یوه پيغام کې ولیکل چې خپلو خپرونو کې د لنډمهاله ځنډ له کبله بښنه غواړي او ګواکې د دې پېښې په تړاو به بشپړې څېړنې ترسره کړي.

په دغه ټويټ‌ کې زیاته شوې "مننه چې موږ تعقیبوئ او عادي خدمات اوس له سره پیلېږي."

اېن اېف ټي‌‌ (ملکیت ډیجیټلي سند) یو ځانګړی ډیجیټلي سند دی او دا ښيي چې پر خواله رسنۍ خپور شوی عکس، ویډیو او یا نور انلاین توکي د چا اړوند دي او څښتن یې څوک دی.