امریکايي چارواکي له سایبري برید وروسته د "سخت خطر" خبره کوي

امریکا

د عکس سرچینه، Reuters

د خپرېدو وخت

امریکايي چارواکي خبرداری ور کوي، د کمپیوټري سیستم د هک پېچلي عملیات چې دا اونۍ وموندل شول حکومت، مهمو بېخ بنسټونو او خصوصي څانګې ته "سخت خطر" متوجه کوي.

د امریکا د خزانې او سوداګرۍ وزارت په هغو ادارو کې دي چې برید پرې شوی دی.

د امریکا د سایبري امنیت او بېخ بنسټو تاسیساتو اداره یا سیسا وايي، دا ډول برید شنډول به "ډېر پېچلي او ننګوونکي" وي.

امریکا کې ډېری کسان د روسیې حکومت د دې برید اصلي تورن بولي، خو مسکو دا ادعاوې بې بنسټه بولي.

سیسا د پنجشنبې په ورځ یوه بیانیه کې وویل: "حکومتي ادارې، مهم بېخ بنسټونه او خصوصي څانګه د یوه پرمختللي لوبغاړي د دایمي ګواښ د برید هدف دي، داسې بریدونه چې لږ تر لږه د ۲۰۲۰ کال له مارچ پیل شوي دي."

د دې ادارې په خبره، د دې هک مسوول په برید کې صبر، عملیاتي امنیت او پېچلی مهارت ننداره کړ.

سیسا دا نه دي ویلي چې دې برید سره کومې ادارې او موسسې په نښه شوې یا دا چې څه اطلاعات غلا شوي یا لیدل شوي دي.

په دا مهال د امریکا ټاکلی ولسمشر جو بایډن وايي، سایبري امنیت به یې د حکومت اصلي لومړیتوب وي:

"موږ باید په اول ګام کې خپل سیالان له پام وړ سایبري بریدونو منع او عملیات یې شنډ کړو. "

د رپوټونو له مخې دې عملیاتو کې د امریکا څو داسې حکومتي ادارې په نښه شوې چې پام وړ او مهمې ګڼل شوې دي.

کومې ادارې په نښه شوې؟

امریکا

د عکس سرچینه، AFP

د رویټرز د رپوټ له مخې، داسې ښکاري چې د دې هک عاملانو د بهرنیو چارو ، دفاع، کورني امنیت، مالیې او سوداګرۍ وزارتونو اطلاعات په پام کې نیولي دي.

پولیتیکو وېبپاڼه هم د نااشنا چارواکو له خولې وايي، د انرژۍ وزارت او د اټومي تاسیساتو د امنیت ادارې شواهد هم ښيي چې د هکرانو دې شبکو ته هم لاس رسېدلی دی.

سیسا وايي، د دې برید عاملان په تګزاس کې د سولر وینډوز په نوم معلوماتي ټیکنالوجۍ شرکت د وسایلو کارولو سره د دې ادارو کمپیوټري شبکو ته په نفوذ کولو بریالي شوي دي.

دې هک پسې له ټولو فدرالي حکومتي ادارو غوښتل شوي چې سولر وینډوز له خپلو سرورونو پاک کړي.

سیسا او اېف بي ای په ښکاره د دې برید مسووله ډله یا هېواد نه دی یاد کړی، خو امنیتي شرکتونه او امریکايي چارواکي له رسنیو سره خبرو کې د روسیې رول ته اشاره کوي.

خو امریکا کې د روسیې سفارت یوه بیانیه کې وايي، چې روسیه سایبري برخه کې بریدونو ته لاس نه اچوي.