پرمختللې تکنالوژۍ لرونکې هېنداره مو لا زیات سپورت ته هڅوي

mirror

د عکس سرچینه، iFit

د خپرېدو وخت

ډېرو کسانو ته او ان د بدن جوړونې مینه والو ته دا ډېره په زړه پورې نه وي چې د ورزش پر وخت ځان ته وګوري. د ځینو خلکو نه خوښېږي چې د سپورت پر مهال خوله - خوله ځان وویني.

خو ځینې نور بیا په ورزشي کلبونو یا جیم کې د خپل تمرین انعکاس په هیندارو کې لیدل خوښوي. د همدې ډله کسانو لپاره بیا د ځیرکو هندارو بازار ته وړاندې کېدل، د لا زیاتې خوښۍ لامل شوې.

دا هېندارې ۶ فوټه (۱۸۰ سانتي متره) لوړې دي، له کمپیوټر او انټرنېټ سره غوټه دي او په ویډیويي بڼه تصویر هم ښيي.

د همدې هندوارو له لارې له ورزشي روزونکیو سره هم اړیکه نیول کېدای شي او هغوی هم له همدې لارې ښکاري.

د سپورت دې پرمختللې وسیلې کې کامره او سپېکر لګېدلی وي او روزونکی کولی شي د ورزش کوونکو حرکتونه وویني او لار ښوونه ورته وکړي.

پر دې هنداروروزونکو ته دا اسانتیا هم برابره شوې چې یو په یو د تمرین لارښونه وکړي یا دا چې یوه بشپړې ډلې ته له انلاین لارې زدکړه ورکړي.

دې کې لږ څه ساده هېندارو کې یوازې یو اړخیز ویډیو او غږ وي یعنی یوازې روزونکي پکې لیدل کېدای شي، یا یې غږ اورېدل کېدل شي.

اصلاً په دا ډول هیندارو کې روزونکي انلاین نه وي، بلکې د ارشیف ویډیوګانې یې لیدل کېږي.

د نوې تکنالوژۍ لرونکې دا هندارې که ساده ډول یې وي او که پرمختللې بڼه لږ تر لږه له ۱۰۰۰ ډالرو لوړه بیه لري او میاشتنی فیس هم لري.

اړونده مسولین وايي، دې هېندارو ته په کتو سره تمرین کوونکي په دې برلاسي کېږي چې خپل حرکات سم کړي.

ایا په ریښتیا سره هم د سپورت په وخت خپل ځان ته کتل ګټه لري؟

mirror

د عکس سرچینه، iFit

امریکا کې د ای فیټ په نامه د عامه اړیکو مرستیال کولین لوگان وايي:"د تمرین په وخت ځان هېنداره کې لیدل تاسو ته دا اجازه در کوي چې خپل حرکات منظم کړئ، په غوره بڼه سپورت وکړئ او هغه تېروتنې کمې کړئ، کوم چې کېدای شي ستاسو د ټپي کېدو لامل شي."

د سپورت او د بدن د ښکلا ماهر پروفیسور پاپاتوماس دا هېندارې ستايي، خو اندېښنه هم لري.

دی وايي، دا ښه ده چې د تمرین په وخت د خپلو حرکاتو انعکاس ته وګورو، خو که عملا خپل بدن یا عضلاتو ته وګورئ دا لا ښه حس در کوي.

ښاغلی پاپاتوماس وايي:"زما اندېښنه دا ده، هغه کسان چې ځان په هندارو کې ویني او ښه نه ورته ښکاري او د بدلولو په لټه کې وي هغوی به څه ډول احساس کوي؟"

لي جمبرز چې خپله هم روان پوهه دی په دې هکله وايي:"منم چې دا هېندارې به هغو کسانو ته ستونزه پیدا کړي چې ډېر وسواسي دي، خو له دې سره دا ځېرکې هېندارې په سمه توګه د سپورت کولو وړتیا لوړوي او د روغتیا د غورواي قدرت زیات وي."