د نوې ټکنالوژۍ پر مټ بانکي چېپ د لاس تر پوټکي لاندې ځای پر ځای کېږي

د عکس سرچینه، PIOTR DEJNEKA
د نوې ټکنالوژۍ پر مټ د بانکي کارتونو له لارې د پيسو راکړه، ورکړه اسانه شوې، خو اوس له یوه نوي پرمختګ وروسته خلک اړ نه دي چې بانکي کارتونه په جېب کې وګرځوي.
د یوې نوې ټکنالوژۍ پر مټ اوس هغه کسان چې بانکي کارتونه لري، کولای شي پر بانکي ماشینونو د بانکي کارت له موښلو پرته راکړه ورکړه وکړي.
دوی یوازې خپل ځيرک تلیفون یا د لاس ځيرک ساعت د پیسو ماشین سره لګوي او ماشین یې پیسې د بانک له حسابه اخلي، چې اوس له یوه نوي پرمختګ وروسته دا چاره نوره هم اسانه شوې.

د عکس سرچینه، WALLETMOR
ښايي د ډېرو زړه یې و نه مني چې له بانکي ماشین سره یوازې د لاس په موښلو هم د پیسو راکړه ورکړه کېدای شي. دا هغه څه دي چې پیټریک پیمین یې په هالڼد کې کوي. دی چې هرکله پلورنځي یا رستورانت ته ځي، د پیسو ورکولو پر مهال خپل کیڼ لاس د کارت لوستونکي ماشین مخې ته نیسي او پیسې یې د بانک له شخصي حسابه د پلورنځي حساب ته ځي. هغه وايي، د پلورونکو غبرګون په زړه پورې دی.
پیټریک پيمین په ۲۰۱۹ کال کې د خپل کیڼ لاس تر پوټکي لاندې یو مایکروچېپ ځای پر ځای کړ او په وینا یې دې کار سره په اسانۍ د اړتیا وړ توکو بیه پرې کوي. دی وايي، لومړی ځل یې د چېپ ځای پر ځای کولو پر مهال یو څه درد زغملی.
اوس چې کله خپل لاس د کارت لوستونکي ماشین ته نږدې کوي، د هغه تر پوستکي لاندې مایکروچېپ رڼا کوي.
دغه ډول یو لومړنی مایکروچېپ په ۱۹۹۸ کال کې د انسان په بدن کې ځای پر ځای شوی و او یوازې یوه لسېزه کېږي چې دا ټکنالوژي اوس د يو شمېر انسانانو د ژوند برخه ګرځېدلې ده.
دا چېپ له یو ګرامه کم وزن لري او د وريجو له دانې یو څه لوی دي.

د عکس سرچینه، PATRICK PAUMEN
ښايي ځینې کسانو ته دا وېروونکی ښکاره شي، خو بریتانیا او اروپايي ټولنه کې په ۲۰۲۱ کال کې یوه ټولپوښتنه وشوه، چې پایلې یې بل څه وايي.
دې ټولپوښتنه کې چې له ۴۰۰۰ زیاتو کسانو څخه نظر غوښتل شوی وو، ۵۱ سلنه کسانو خوښي ښودلې او ویلي و چې ښايي دا کار وکړي.
همدې ټولپوښتنه کې ځینو بیا د خصوصي حریم او فردی امنیت په اړه اندېښنې ښوولې وې، چې یو شمېر ماهرین هم پکې شامل دي.
دوی وايي د دې ټکنالوژي پرمختګ سره، چېپ کې لا شخصي معلومات ورزیاتېږي او کېدای شي د ناوړه ګټې اخیستنې او د خلکو تعقیب ګواښ زیات شي.
ماهرین وايي، د هرې نوې ټکنالوژۍ په څېر د دې تکنالوژۍ په کارولو سره هم د دې ګټې او زیانونه باید په غور سره په پام کې ونیول شي.


















