داسې خځنده چې د موټر تر وزن لاندې هم نه مري

د عکس سرچینه، David Kisaulis
د یوه بدرنګه خځنده له لیدو وروسته زموږ په ذهن کې لومړنی فکر د هغه د وژلو لپاره د لارو چارو په هکله راګرځي او که څپلۍ پرې تېره کړو، نو ځان ترې بې غمه بولو.
خو باید پام مو وي، چې بیټل نومي یو خځنده زموږ پر څپلیو هم چورت نه خرابوي، بلکې که موټر پرې تېر شي، بیا هم دغه کوچنی خځنده، چې 'ډایابولیکل ایرن کلیډ بیټل 'نوم ورکړل شوی، نه وژل کېږي.
دغه ځنده ډال ته ورته یو ډول زغروال پوښ لري، چې د ده د خپل وجود ۳۹ زره برابره زیات وزن لاندې یې هم ماتېدو ته نه پرېږدي.
اوس سایسنپوهان غواړي پوه شي، چې دا کوچنی خځنده څنګه تر درانه بار لاندې روغ رمټ پاتې کېږي.
ماهرین وايي، له دې څېړنې به په ودانیزو چارو یا فضايي فعالیتونو کې د کارولو لپاره د خورا قوي توکو چمتو کول زده کړو.
په نېچر نومې څېړنیزه مجله کې په دې تړاو یوه لیکنه کې د کالفورنیا ارواین پوهنتون څېړونکی او د تحقیقي ډلې مشر ډېوډ کېسایلس وايي، له څېړنې به د داسې موادو چمتو کول زده کړو، چې خورا پیاوړی ټکر هم زغملای شي.
د ډایابولیکل ایرن کلیډ معانا وېرونکی زغروال پوښ دی او دا خځنده رښتیا د دې نوم مستحق بلل کېږي.
په مکسیکو او امریکا کې دغه ډول خځنده معمولاً د ونو تر تنو یا لویو تېږو لاندې اوسي. دا داسې خځنده بلل کېږي، چې تر اوسه پېژندل شویو هغو کې تر ټولو پیاوړی بهرنی پوښ لري.

د عکس سرچینه، David Kisaulis
د خځنده ټولونکو ته هغه مهال د دې پیاوړتیا معلومه شوه، چې پر سطح یې د عادي ستنې پر مټ د دې قوت معلومولو هڅه وکړه.
دوی وايي، ستن کږه شوه، خو خځنده پر خپل ځای پاتې و. وروسته دوی له ډریل ماشینه کار واخیست. ماهرین وايي، بیټل مخکې الوتل، خو د ارتقايي عمل له کبله یې د الوت وړتیا له لاسه ورکړه او د الوتونکو له خوراک کېدو یې د ځان ژغورنې لپاره ډال ته ورته کلک پوښ وموند.
څېړونکو د مایکروسکوپ، سپیکټروسکوپ او میخانیکي معایناتو له لارې معلومه کړه، چې د بیټل په پوښ کې دننه داسې پیوندونه دي، چې دا خځنده د ۱۴۹ نیوټنه فشار زغمولو جوګه کوي. په اسانه که وویل شي، نو دا کچه د دې کوچني خځنده د خپل وزن ۳۹ زره برابره ده.



















