کورونا وېروس تر ۲۸ ورځو د موبایل پر سکرین، بانک نوټونو او نورو سطحو ژوندی پاتېدلی شي

موبایل

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

څېړونکي وايي، د کوېډ-۱۹ناروغۍ زېږوونکی کورونا وېروس پر بانکنوټونو یا پېسو، د موبایل پر سکرين او له سټيل جوړو توکو باندې تر ۲۸ ورځو پاېدلی شي. د اسټرالیا د ساینس ملي ادارې موندنې ښيي، دا وېروس تر هغه ډېر ژوندی پاتېدلی شي چې فکر کېده.

که څه هم دا ساینسي تجربه په تیاره کې شوې ده ځکه چې یو.وي واړنګې یا رڼا پخپله د وېروس د وژلو لامل کېږي.

ځينو کارپوهانو بیا پر دې شک څرګند کړی چې ګواکې د ځينو توکو له سطحې د وېروس لېږدېدل د چا ژوند ته جدي ګواښ پېښولی شي. ځکه چې تر ډېره کورونا وېروس د ټوخي، پرنجي او یا د خبرو کولو پر مهال له یوه بل انسان ته ورځي خو ځينې داسې شواهد هم شته چې که په هوا کې پر دغه وېروس ککړې زرې وې او یو څوک يې تنفس کړي، نو دا وېروس يې بدن ته ورننوتلی شي.

خو د امریکا د ناروغیو د کنټرول مرکز وايي، د دې امکان هم شته چې کوېډـ۱۹ دې د ځينو توکو لکه د اوسپنې او پلاستيک پر سطحې له لاس وهلو سره هم نورو انسانانو ته ولېږدي. خو باور دا دی چې داسې څه ډېر عام نه دي.

په څېړنه کې څه په ډاګه شوي؟

افغانۍ

د عکس سرچینه، Getty Images

په لابراتوارونو کې شویو پخوانیو ازموینو موندلې وه چې د سارس کوېډـ۲ وېروس پر بانک نوټونو یا پېسو او ښېښه يي توکو له دوو تر درو ورځو او د پلاستيکي او سټيل توکو پر سر یا سطحې تر شپږو ورځو ډېر ژوندی پاتېدلی شي.

خو د اسټرالیا د ساینس ملي ادارې په خپلو څېړنو کې موندلې چې کوېډـ۱۹ وېروس "ډېر ځواکمن" دی او که په یوه تیاره او د ۲۰ درجو په هوا کې وساتل شي نو د ځينو ښويو شیانو لکه د موبایل پر سکرين او پر پلاستيکي او کاغذي پېسو تر ۲۸ ورځو پاتې کېدلی او ژوند کولی شي.

که سره پرتله شي نو د کوېډـ۱۹ په نسبت د والګي وېروس په ورته حالاتو کې تر ۱۷ ورځو پاېدلی شي.

دغه څېړنه په وېرولوژي ژورنال کې خپره شوې او موندنې يې همدا راز ښيي چې د سارس ـ۲ وېروس د سړې هوا پرتله په ګرمه هغه کې تر ډېره ژوند کوي او پر ځينو توکو که د ۴۰ درجو په هوا کې پاتې شي نو په ۲۴ ساعتونو کې بل چا ته د لېږدېدو زور بایلي.

همدا راز دغه وېرس پر ښويو شیانو د ځيږو پرتله ډېر پاتې کېږي. یاني پر کالیو ډېره موده نشي پاتې کېدلی او تر ۱۴ ورځو يې زور او ژواک ختمېږي.

په څېړنه کې پر څه اختلاف شته؟

د وېلېس د کراډېف پوهنتون استاد رون اېکلېس پر دې څېړنه نېوکه کړې او ویلي يې دي چې دا "په عامو خلکو کې هسې وېره" خپرول دي.

دی وايي، "دغه وېروس د ټوخي، پرنجي او ککړو ګوتو له کبله ځي چې د توکو پر سطحې هم پرېوځي او په دې څېړنه کې د انسان تازه بلغم نه دی کارېدلی چې په ډاګه شي د وېروس د خپراوي لامل کېږي".

د ده په خبره، "په تازه بلغم کې ډېرې سپينې حجرې شته چې د ويروس د له منځه وړلو لپاره انزایمونه توليدوي او د هغه د بې اغېزې کولو لپاره انټي باډي هم جوړولی شي. نو زما په نظر، لېږدېدونکي وېرسونه تر ورځو نه بلکې د ساعتونو په اندازه د ځينو توکو پر سر پاتې کېدلی شي".

د رټجرز پوهنتون د مایکروبیلوژي استاد ایمانول ګولډمېن په جولایي میاشت کې په یوه خپره کړې مقاله کې ویلي، "د دې امکان ډېر کم دی چې د بې ساه توکو په مرسته دې وېروس خپور شي".

تېره اوونۍ د کلفورنیا پوهنتون د طب استادې مونیکا ګاندهي هم وویل چې کورونا وېروس د توکو له سطحې نه دی لېږدېدلی.