کورونا په ایران کې؛ تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۷۲ کسان مړه شوي

کرونا در ایران

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

د ایران د عامې روغتیا وزارت ویلي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دې هېواد کې ۲۷۲ کسان د کووېډ-۱۹ ناروغۍ له کبله مړه شوي دي. له دې سره په ایران کې د کورونا وېروس له کبله د مړیو شویو کسانو شمېر د رسمي شمېرو له مخې ۲۹ زرو کسانو ته نږدې شوی دی.

داسې باور کېږي چې د کورونا وېروس خورېدو له پیل راهیسې په ایران کې اوسنی وضعیت د مړینو او مثبتو پېښو له پلوه تر ټولو بد وضعیت دی.

د ایران د عامې روغتیا وزارت همدا راز ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وېروس څه باندې څلور زره تازه مثبتې پېښې ثبتې شوې دي، چې ورسره د ټولټال مثبتو پېښو شمېر له نیم میلیون اوښتی.

رپوټونه وایي چې دا مهال په ایران کې د کووېډ-۱۹ د شاخوا څلور نیم زره ناروغانو وضعیت د اندېښنې وړ دی او څه باندې دوه زره کسان په روغتونونو کې بستر دي.

"د نویو ناروغانو لپاره روغتونونو کې بستر نشته"

بشقس

د عکس سرچینه، FARS

د عکس تشریح، ایران کې د کورونا وېروس له سپارښتنو سرغړوونکو ته جریمه ټاکلې

په ورته وخت کې د ایران د کورونا د مقابلې علمي کمېټې غړې مینو محرز وايي، که شرایط همداسې روان وي، نو دغه هېواد کې به له کورونا مړینه هم ډېره شي.

د هغې په خبره، په کورونا د نویو اخته کسانو لپاره تش بستر نشته. نوموړې زیاتوي، ځینې ناروغان تر بستري کېدو هم نه رسېږي او وضعیت ډېر کړکېچن دی.

مېرمن محرز زیاتوي، ځینې ناروغان چې وضعیت یې خراب دی، بستر ته ضرورت لري، خو د هغوی لپاره د بستر اچولو پوره ځای نشته:

"د کورونا وېروس د خپرېدو قدرت ډېر شوی او ټول یو بل سره اخته کوي. اوس وینو چې کورنۍ په کورونا اخته کېږي، یوازې یو غړی اخته نه وي."

هند کې له ۷ میلیونو ډېر ناروغان

کورونا

د عکس سرچینه، Getty Images

د هند روغتیا وزارت وايي، تېرو ۲۴ ګړیو کې په دغه هېواد کې له ۷۴ زرو ډېر کسان په کورونا اخته شوي دي.

دې سره په هند کې په کورونا د اخته کسانو شمېر له اوو میلیونو پورته شو. په هند کې له کورونا یو لک اته زره کسان مړه شوي هم دي.

رویټرز خبري اژانس وايي، له تېرو ۱۳ ورځو راهیسې په هند کې یو میلیون کسان کورونا شوي دي او دا هېواد اوس له امریکا او برازیل د کورونا برخه کې مخته کېږي او د ډېرو ناروغانو له امله به نړۍ کې اول ځای لري.

امریکا کې د کووېډ-۱۹ ناروغانو شمېر اوه میلیونه او اوه لکه ۵۵ زرو ته پورته شوی او دې شمېر کې دوه لکه ۱۵ زره کسان مړه شوي دي.

هند کې روغتیايي چارواکي وايي، ډېر کسان هم د دغه هېواد سوېلي سیمو په تېره کرالا ایات کې دي.

په کورونا د اخته کسانو د ورځني شمېر ډېرېدو سره دا وېره هم شته چې داوېروس اکتوبر او نومبر کې د هندوانو دیني مراسمو کې لا ډېر خور شي.