امریکایي ستورمزلي نړیوالې فضایي اډې ته ورسېدل

د عکس سرچینه، NASA
امریکايي ستورمزلي ډوګ هرلي او باب بنکن نړیوالې فضايي اډې ته ورسېدل. د دوی لېږدوونکي ډراګان نومې فضايي بیړۍ/ کپسول د خصوصي کمپنۍ سپېس اکس له خوا چمتو شوې ده.
دوی دواړه به نړیوالې فضايي اډې کې له روسیې او امریکايي نورو ستورمزلو سره له یو ځای کېدو وړاندې د بیړۍ د لیک او فشار معاینې لپاره یو څه انتظار باسي.
دا دواړه ستوز مزلي پرون شنبه د امریکا د فلوریډا ایالت نه فضا ته وخوځېدل.
دا له کله چې له امریکا نهه کاله وړاندې فضا ته د ستورمزلو استول ځنډول شوي وو لومړی ځل دی چې له دغه هېواده د فضايي څېړنو اداره ( ناسا ) فضا ته کسان استوي.
دا فضايي ماموریت د یوه نوي پړاو پیل بلل شوی ځکه لومړی ځل دی چې ناسا یې د لېږد په برخه کې له خصوصي سکتور سره په ګډه ترسره کوي. له دې وروسته به فضا ته د ستور مزلو د لېږد او ځمکې ته یې د بېرته راتګ وسایل د ناسا اړوند نه وي.
دا وسایل به له دې وروسته لکه په دې ماموریت کې د کالیفورنیا سپېس اکس په څېر کمپنیو له خوا چې ملیاردر ایلون مسک یې مالک دی چمتو کیږي.
ډراګون فضایي بېړۍ د ګرینویچ پر وخت ( ۱۴:۱۶ ) بجو نړیوالې فضايي اډې ته له ټاکلي وخت لږ وړاندې ورسېده چې د کابل پر وخت له ( ۵:۴۶ ) سره برابر دی.

د عکس سرچینه، Reuters
د لومړي ځل لپاره د ناسا دوه ستورمزلي په یوه خصوصي هوايي بیړۍ کې د ځمکې مدار ته استول شوي، چې دغو مراسمو ته د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او مرستیال ولسمشر مایک پنس هم ورغلي وو.
ډوګ هرلي او باب بنکن د فلوریډا د کینډي له فضايي مرکز د ختیځې امریکا په وخت د شنبې د مازدیګر په ۴ او ۲۲ دقیقو د فالکن ۹ په توغندي کې د سپیس اکس شرکت په مرسته فضا ته لاړل.
فالکون ۹ دفالکن۹ توغندی یوه ورځ وروسته له هغه وتوغول شو چې د یوه توغندي نوی ماډل چې د پراختیا په حال کې دی په تګزاس کې د سپېس اکس شرکت د څېړنو په مرکز کې وچاودېد.
تمه وه چې د چارشنبې په ورځ د دوی سفر نړيوال تشیال (ای.اېس.اېس) تمځي ته پیل شي، خو د اوبو او هوا د نامناسب شرایط له امله یې سفر وځنډېد.
ستورمزلي د توغندي له توغېدو درې ساعت مخکې دې کپسول ته ورننوتل چې ځای پرځای شي او د سیسټمونو له ازماېښت وروسته توغېدو ته چمتو اوسي.

د عکس سرچینه، Reuters
دوی باید هڅه وکړي چې د اوږدې ورځې وروسته یو څه آرام وکړي.
دا کپسول یوه بشپړ اوتومات وسیله ده چې نړیوال تشیالي تمځي ته د لارښوونې وړتیا لري، خو تلونکي کسان باید هر ډول پېښو ته چمتو وي او هم باید په دې پوه شي چې څنګه دوی د قوماندې لاندې کار کوي.
د ارګون د الوتنې کنټرول نه لري او ټول حکمونه باید د ټچ سکرین له لارې سیسټم ته دننه شي.
تمه کېږي چې دواړه به ځمکې ته د بېرته راستنېدو دمخه د یوې څخه تر څلورو میاشتو لپاره به په سټیشن کې پاتې شي.
د فالکون ۹ توغندۍ وروسته له هغې توغول کېږي، چې د تګزاس په سپیس اېکس کې چاودنه وشوه.
دا شرکت یوه بله نوې فضايي الوتکه ازمويي چې د 'سټارټ اپ' په نوم یادیږي. وروستۍ ډول یې پرون په چاودنه کې له منځه ولاړ. دا څیړنه د اسپیس ایکس او ناسا له ګډې پروژې څخه په بشپړ ډول جلا ده، چې ټاکل شوې ده نن ورځ بیا ترسره شي.




















