تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
'د ګرځېدا سرعت له مغزي حملې د ناروغ ښه کېدو نښه ده'
د نړۍ مخکښې څېړنه له ساینسپوهانو سره مرسته کوي چې له هغو ځوانو کسانو سره مرسته وکړي بېرته کار ته ستانه شي چې مغزي حمله پرې راغلې وه.
د څېړنې مشري چې د مانچستر میتروپولېتن پوهنتون کوي موندلې ده، په هغه سرعت چې یو ناروغ ګرځي یو عمده نښه کېدای شي چې آیا دې ته چمتو دی چې بېرته کار ته ستون شي که نه.
له څېړنې تمه کېږي چې د رغېدو داسې نوې لارې چارې ومومي چې له ځوانو ناروغانو سره مرسته وکړي.
په برتانیا کې د دماغي حملې منځنی عمر په نارینه و کې ۷۲ او په ښځینه و کې ۷۸ دی.
خو څېړونکي وايي په تېرې لسیزې کې په نړیواله کچه تر ۶۵ کلونو کم عمره خلکو کې ۴۰ سلنه ډېروالی راغلی دی.
څېړنه څه وايي؟
څېړنې موندلې چې د قدم وهلو ګړندیتوب د دې ښه ښکارندوی دی چې آیا هغه ځوان ناروغ چې مغزي حمله پرې راغلې وه بېرته کار ته د ستنېدو وړتیا لري که نه.
دوی د ګرځېدا سرعت اندازه کړی چې په کې په هره ثانیه کې صفر اعشاریه ۹۳ متره لار وهل مثبته نښه بلله شوې چې ناروغ بېرته کار ته ستنېدای شي، او پایله دا چې د بیارغېدنې موده کې همدا هدف ټاکل کېدای شي.
نیکي تامکنسن باندې یو ځل په ۵۳ کلنۍ حمله راغلې وه. هغه وايي، "کله نا کله تاسې د خلکو خبرې اورئ چې د ژوند بدلوونکو ناروغیو په اړه غږېږي خو نه پوهېږئ چې رښتونې معنا یې څه ده."
نیکي وايي "زه ګرځېدای نه شوای، کښېناستی نه شوای، خورا او څښاک مې نه شو کولای. فکر او خبرې کول مې سم ښکارېدل خو راتلونکې دې ډېره نامعلومه وي."
څېړونکي وايي په تازه هوا کې ګرځېدل د ناروغ له بیرته رغېدو سره ډېره مرسته کوي.