سټیفن هاکېنګ څوک و او څه یې وکړل؟

.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د ښاعلي هاکېنګ کتاب (د وخت لنډ تاریخ) ۱۰ میلیونه ټوکه پلورل شوی
د خپرېدو وخت

سټیفن هاکېنګ ۷۶ کلنۍ کې ومړ. د ده خوځښتي نیورونونو داسې ناجوړي لرله چې د بدن غړي یې ورځ تر بلې کمزوري او بالاخره ضایع کیږي. دی د خپل وخت تر ټولو نومیالی او قدرمن ساینسپوه و.

‎دا کمینه سړی، چې وروسته د ساینسي نړۍ نوموتی استازی شو. د ده به تل پام و، او هڅه یې کوله چې عام خلک د ده کارونو او خبرو ته لاسرسی ولري.

‎د ده کتاب (د وخت لن‌‌‌‌‌‌ډ تاریخ) خورا ‌‌‌‌‌‌ډېر وپلورل شو خو معلومه نه ده څو کسانو به تر پایه لوستی وي.

‎سټیفن وېلیم هاکېنګ د ۱۹۴۲ د جنورۍ په اتمه لندن کې وزېږېد.

‎پلار یې د بیولوژۍ برخه کې څیړونکی و او وروسته یې له مور سره پر لندن د جرمني د بمباریو له ‌‌‌‌‌‌ډاره له دغه ښاره وکوچېد.

‎دی په لندن او سېنت البانس کې رالوی شو. په فزیک کې یې لومړۍ ‌‌‌‌‌‌ډیګري له اکسفور‌‌‌‌‌‌ډه واخیستله. وروسته کامبرج ته د نجوم علم د نورو څیړنو لپاره لاړ.

‎په نوې ځوانۍ کې یې له اس سپرلۍ او جاله واني خوند اخیست، خو بیا یې په کامبرج کې تشخیص وشو چې خوځښتي نیورنونه یې په ناجوړۍ اخته شوي.

دا ناجوړي به د دې سبب شي چې سټیفن شل (فلج) یا یې عضلې ورځ تر بلې کار پرېږدي.

‎په ۱۹۶۴ کې یې خپل لومړي واده ته له جیني سره تیاری نیوه، چې ‌‌‌‌‌‌ډاکټر یې ورته وویل یوازې به دوه یا درې نور کلونه ژوندی وي.

‎خو د ده ناروغۍ تر هغه ورو پرمختګ کاوه، چې تمه یې کېده. له خپلې لومړۍ میرمنې یې درې ماشومان وشول. په ۱۹۸۸ کې سټیفن یوازې کولی شو د غږ جوړوونکې الې په زور وغږیږي. د ساه اخیستو لپاره یې ځانګړی عملیات کړی و (یو اضافي سوری په ستوني کې کیږي) خو بیا یې هم د وخت لن‌‌‌‌‌‌ډ تاریخً کتاب بشپړ کړ. دا کتاب یې د نجوم علم ته یو لارښود و.

‎دا کتاب ۱۰ میلیونه کاپي خرڅ شو، خو لیکوال یې خبر و چې دا یو له مشهورو کتابونو دی چې هېڅ نه دی لوستل شوی.

‎د سټیفن هاکېنګ شهرت:

‎سټیفن یوه پدیده کشف کړه چې وروسته هاکېنګ ری‌‌‌‌‌‌ډيشن ونومول شوه.

په دې نظریه کې ده وویل چې تور غارونه ( د فضا هغې برخې چې ذره او رڼا هم نه شي ترې تېرېدای) انرژي یا قوه اخراجوي او وروسته همدا انرژي ورکیږي.

‎دی په دې ‌‌‌‌‌‌ډېر مشهور و چې ساینسي حلونه یې انځورولی شوای، دومره یې په حسابلو او تجربې تکیه نه کوله.

.

د عکس سرچینه، PA

دا نو طبعا د ده د(هر څه تیوري) وه. دا تیوري یې په دې راڅرخېده چې کاینات یو لړ منظم قوانین له ځانه سره لري او د ‌‌‌‌‌‌ډېر پام وړ دي.

‎ده ویل: دا منظم قوانین موږ ته د دې پوښتنې ځواب راکولی شي چې کاینات څرنګ پیل شول؟ چیرې روان دي او چیرې به تمامیږي؟ که همداسې ده، نو څرنګ به پای ته رسیږي؟ ‎

د سټیفن شهرت تر دې ورسېد چې سمپسون یې هم کاپي وکړه او یوه میخانه کې یې له هومر سره کینولی. دا په دې مانا چې ښايي ده د هومر هغه نظر غلا کړی وي چې کاینات ګرد سره راټول دي.

کاینات د غوز په پوښ کې

‎ښاغلي هاکینګ ناروغي لرله، خو بیا یې هم کار ته دوام ورکړ. دی په کامبرېج کې د ریاضیاتو پروفیسور و او په ۲۰۰۱ کې د ده دوهم کتاب (کاینات د چارمغز په پوښ کې) خپور شو.

‎ده باور درلود چې ناجوړۍ کې یې ګټه کړې او ویل به یې له دې ناروغۍ مخکې یې ژوند بې خونده و.

‎خو د نوموړي حالت داسې و چې ټوله تکیه یې په نورو وه. ده د خپلې میرمنې قدرداني کوله چې له شلو کالو یې ‌‌‌‌‌‌د ده ‌‌‌‌‌‌ډېره پالنه وکړه. خو د ده دوستان او خپلوان هغه وخت حیران شول کله چې ده خپله میرمن د یوې نرسې پخاطر پرېښوده او ۱۹۹۵ کې یې ورسره واده وکړ.

.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د سټیفن حرکتونه د وړاندوینې نه وو او خپله برښنايي څوکۍ به یې بې پامه چلوله

‎په ۲۰۰۰ کال کې به ‌‌‌‌‌‌ډېر وخت د ا‌‌‌‌‌‌ډینبورکس روغتون په عاجل واټ کې و. دی به د ټپونو تداوي ته تلو.

‎پولیسو څو وارې له خلکو ګروېږنې وکړې چې ګوندې دی چا ټپي کړی نه وي.

‎خو د سټیفن حرکتونه د وړاندوینې نه وو او خپله برښنايي څوکۍ به یې بې پامه چلوله.

‎‎په ۲۰۰۷ کې دی لومړنی کس شو چې د وزن د کمېدو تجربه یې پر ځان وکړه. دا د vomit comet په نوم یوه په نوم ځانګړې الوتکه کې کیږي چې د صفر اندازه وزن لېږدیدو ته جوړه شوې.

‎ده وویل دا تجرله یې په دې خاطر وکړه چې عام خلک د فضا تګ ته وهڅوي.

.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، په ۲۰۰۷ کې دی لومړنی کس شو چې د وزن د کمېدو تجربه یې پر ځان وکړه.

‎سټیفن هاکېنګ باوري و چې:

په دې دنیا کې د ژوند خطرونه ‌‌‌‌‌‌ډېریږي؛ لکه د اتومي وسلو جنګ، ځینې جینیټیکي ویروسونه او نور خطرونه انسانانو ته پېښ دي:

"زه فکر کوم که انسانان فضا ته ولاړ نه شي، نسل یې راتلونکی نه لري. او د دې لپاره غواړم خلک فضا سره لیوالتیا پيدا کړي."

‎په ۲۰۱۴ کې د ده او جیني په ژوند یو فلم جوړ شو چې (د هرڅه تیوري) نومېږي.

له ‌‌‌‌‌‌ډېزکور چینل سره یې یو وار وویل، دا د ده ‌‌‌‌‌‌ډېر شخصي نظر دی چې ځیرک موجودات بل ځای شته، خو دا یې وویل چې همدا فضايي موجودات به له ځمکې ګټه واخلي او ترې تېر به شي.

‎ده یو وار لیکلي و چې د خوځښتي نیرونونو دا ناروغي یې د ځوانۍ په ټول عمر لرلې، خو دې ناجوړۍ ونه شو کولی له ده یې مینه واله کورنۍ او مسلکي بریالیتوب واخلي.

.

د عکس سرچینه، PA

د عکس تشریح، په ۲۰۱۴ کې د ده او جیني په ژوند یو فلم جوړ شو چې (د هرڅه نیوري) نومېږي