د ماشومانو درې زره کلن قبرونه

ماهرین وايي، دغه ماشومان درې زره کاله مخکې خاورو ته سپارل شوي دي

د عکس سرچینه، GEBEL AL-SILSILA PROJECT

د عکس تشریح، ماهرین وايي، دغه ماشومان درې زره کاله مخکې خاورو ته سپارل شوي دي
د خپرېدو وخت

مصري چارواکي وايي، اسوان سیمه کې یې د څلورو ماشومانو قبرونه موندلي، چې درې زره کاله پخوا خاورو ته سپارل شوي.

د تاریخي اثارو مصری وزیر ایمن عشومي وايي، د یوه ماشوم له مړي سره هغه ټوکر هم موندل شوی، چې د مړي حنوط یا مومیايي کولو لپاره استعمال شوی دی.

د وزیر په خبره د دغه ماشوم قبر مصري او سویډني ماهرینو په ګډه موندلی. یوه قبر د ډبرې له توږلو وروسته جوړ شوی، چې درې کلن ماشوم پکې دفن دی.

یوه بشپړه هدیره موندل شوې، چې ماهرین وايي مخینه یې څلور زره کاله پخوانۍ ده

د عکس سرچینه، GEBEL AL-SILSILA PROJECT

د عکس تشریح، یوه بشپړه هدیره موندل شوې، چې ماهرین وايي مخینه یې څلور زره کاله پخوانۍ ده

له قبر نه د لرګین تابوت ټوټې هم موندل شوې. د یوه بل قبر ماشوم مړی په لرګین صندوق کې ایښی او تعویذ او خاورین لوښي هم ورسره موندل شوي دي.

د ماهرینو سویډنۍ ډلې مشره ډاکټر ماریه نلسن وايي، دغو موندنو سره نه یوازې د هغه مهال د تدفین په تړاو معلومات مومو، بلکې د هغه پېر د خلکو ټولنیز، اقتصادي او مذهبي ژوند ژواک په اړه هم خبرېږو.

ماهرین وايي، له ډېرو قبرونو تاریخي اثار غلا شوي دي

د عکس سرچینه، EGYPT ANTIQUITIES MINISTRY

د عکس تشریح، ماهرین وايي، له ډېرو قبرونو تاریخي اثار غلا شوي دي

ډاکټرې نلسن بي بي سي ته وویل، دغه سیمه کې چې جبل السلسله نومېږي، ۶۹ قبرونه موندل شوي دي، چې نیمايي یې کېندل شوي او له کېندل شویو قبرونو تاریخي اثار غلا شوي دي.

مصري او اتریش ماهرینو کوم امبو نومي کلي کې یوه بشپړه هدیره موندلې، چې ویل کېږي څلور زره کاله مخینه لري.

د یوې ښځې نیمګړی بوت یا مجسمه هم موندل شوې

د عکس سرچینه، EGYPT ANTIQUITIES MINISTRY

د عکس تشریح، د یوې ښځې نیمګړی بوت یا مجسمه هم موندل شوې