خیبر پښتونخوا؛ د دوو غرونو تر منځ ځانګو کې ایسار ټول اته کسان ژغورل شوي دي

د ویډیو تشریح، د دوو غونډیو تر منځ ګرځنده څوکۍ په هوا کې ایساره پاتې ده.
د خپرېدو وخت

د خیبر پښتونخوا په الايي سیمه کې مسوولین وايي، د دوو غونډیو تر منځ یوه کېبل کار کې ایسار پاتې اته کسان ژغورل شوي دي.

د پاکستان کورنیو چارو موقت وزیر سرفراز بګټي وايي، د پوځ او مرستندویانو له ۱۵ ساعته هلو، ځلو وروسته اوس هغه شپږ ماشومان او دوه سړي ژغورل شوي چې نن ګهیځ ښوونځي ته پر لار دې ګرځنده څوکۍ کې ایسار پاتې شوي چې ځايي خلک یې ډولۍ بولي.

د دې ډولۍ یوه لوري اوسپينز پړی په نیمه لار کې پرې شوی و، چې له کبله یې شپږ هلکان چې ویل کېږي زدکوونکي دي او دوه سړي چې ښوونکي دي له ځمکې ۲۸۴ متره پورته دې ځانګو کې ایسار پاتې شوي وو.

د یادونې ده، چې په لومړي سر کې دوه ماشومان د پوځي چورلکو له لارې له ایسارې څوکۍ ایستل شوي وو، خو په خیبر پښتونخوا کې د مرستندویه چارو ادارې ویاند بلال احمد فیضي په خبره وروسته د تیارې له کبله چورلکې ستنې شوې او مرستندویانو د ځايي خلکو په مرسته د ماشومانو ژغورنې عملیات روان وساتل.

نوموړی وايي، د چورلکو له ستنېدو وروسته یوه کوچنۍ ډولۍ هلته ولګول شوه او له همدې لارې ځايي خلک تر ایسارې څوکۍ پورې ورسېدل.

مخکې د پاکستان موقت لومړي وزیر د پېښې ښکار شویو کسانو ژغورنې لپاره امر کړی و.

Video shows the stranded cable car

د عکس سرچینه، AFP

د پېښې په ځای کې ګڼ شمېر کسان راټول شوي وو او د لاوډسپيکرونو له لارې یې د ایسارو کسانو ژغورنې لپاره د مرستې غوښتنه کوله.

د پاکستان شمالي لېرې پرتو غرنیو سیمو کې د همدې کېبل کار یا ګرځنده څوکیو پر مټ له یوه کلي بل ته تګ راتګ معمول دی.

د ځايي رسنیو رپوټونو کې ویل شوي، چې د پېښې ښکار شوې څوکۍ په سیمه کې د ځايي کسانو لخوا په شخصي لګښت فعالیت کوي.

د پاکستان موقت لومړي وزیر انوارالحق کاکړ پر خواله رسنۍ ایکس 'مخکیني ټویټر' یوه پیغام کې ویلي مسوولو کسانو ته یې امر کړی، چې داسې ټولې څوکۍ ولټوي او معلومه کړي، چې د خلکو لپاره خوندي دي او که نه.