خیبر پښتونخوا کې د غر ښوېدنې له کبله اته ماشومان وژل شوي

سوات

د عکس سرچینه، MUHAMMAD IFTIKHAR

د خپرېدو وخت

د خیبر پښتونخوا سوات په شانګله کې د یوه غره ښوېدو پېښه کې اته ماشومان مړه شوي دي. پېښه د شانګله په مارتونګ کلي کې هغه مهال رامنځته شوه، چې ماشومانو له نړېدلي غره په ډډه کې لوبې کولې.

د مارتونګ سیمې پولیسو افسر د بي بي سي خبریال عزیزالله خان ته وویل، له نړېدلي غره ځینو خلکو خاوره ایستلې وه، او دغه راز له څو ورځو راهیسې په سیمه کې ګڼ بارانونه اورېدلي، چې له کبله یې د غره دا برخه له مخکې کېناستلې وه.

نوموړی وايي، د پنجشنبې پر مازدېګر څه باندې شپږ بجې د غره یوه برخه ونړېده او ماشومان ترې لاندې شول.

مسوولین وايي، لومړی د سیمې خلکو تر خاور لاندې ماشومانو ایستلو هڅې وکړې، خو وروسته د سیمې ښاروالۍ ادارې مشر افتخار ماشینونه راوغوښتل چې د شپې تر لسو بجو هلته ورسېدل او د ماشومانو مړي یې راوایستل.

یوه ځايي چارواکي سجاد احمد بي بي سي ته وویل، په پېښه کې یو ماشوم ځکه ژوندی پاتې شوی، چې د غره له نړېدو وروسته یې سر له خاورې بهر و او ساه یې اخیسته او نور ماشومان په بشپړه توګه تر خاورو لاندې شوي وو.

سوات

سجاد احمد زیاتوي، په دې سیمه کې سخت بارانونه شوي او له پېښې وروسته هم په سیمه کې ګڼ باران شوی دی. نوموړی وايي: ''له پېښې وروسته هم په سیمه کې سخت باران اورېدلی، خو معمولاً دې سیمه کې وچکالي وي او سخته ګرمه هوا لري. ''

په پېښه کې وژل شوي شپږ ماشومان د یوې کورنۍ غړي دي، چې د کورنۍ یوه مشر عمر کریم په وینا عمرونه یې د نهو او ۱۲ کلونو تر منځ وو.