اعظم خان سواتی: د پاکستان پوځ په دوښمنۍ کې زما او زما د مېرمنې شخصي ویډيو ثبت او لېږلې

اعظم سواتی

د عکس سرچینه، PTI

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د عمران خان په مشرۍ د پاکستان تحریک انصاف ګوند یوه مخکښ غړي او سناتور اعظم خان سواتي تور پورې کړی چې د پاکستان فوځ او استخباراتو د خلکو خولو بندولو لپاره په هر عمل لاس پورې کړی.

ښاغلي سواتي د ده له کورنۍ سره د شوي وروستي چلند په اړه په لاهور کې خبري غونډه وربللي وه او ادعا یې وکړه چې میرمنې ته یې له یوه نامعلوم نمبره د ده او د میرمنې شخصي ویډيو لیږل شوې.

ښاغلی سواتی چې د دې موضوع د جزیاتو په اړه غږیده په ژړا شو او په ژړه غوني انداز یې وویل "له ما سره په شوي چلند چې غږېږم د خپل ولس له خویندو او لوڼو سخت شرمېږم."

دی که څه هم په ښکاره د همدې له کبله د ویډیو په جزیاتو ډېر تم نشو خو ویې ویل چې تېره شپه ورته میرمنې تیلفون وکړ او له خبرو مخکې یې په تیلفون کې په زوره زوره ژړل، هغه وویل ما هڅه وکړه چې د ژړا دلیل وپوښتم خو میرمنې یې له ژړا پرته هیڅ نه ویل چې له دې سره ده فکر وکړ چې چا یې لمسیان چې پر کور وو وژلي دي.

ښاغلي سواتي وویل وروسته یې له خپلې لور سره تیلفون وکړ چې که هغه له خپلې مور د ژړا دلیل وپوښتي " له دې سره زما لور راته وویل چې هغې ته چا له نامعلوم نمبره زما د اعتراض وړ ویډیو لېږلي."

دې X پوسټ نه تېرشئ, 1
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 1

ما ورته وویل" هو دا چې زه د اکتوبر په دیارلسمه وړل شوی وم دوی زما ویډیو اخیستي وه او تاسې خو پوهېږئ چې نن سبا د جعلي ویډیوګانو جوړول کوم سخت کار نه دی."

له دې سره مې لور راته په ژړا ژړا وویل چې دا د کوم بل چا ویډيو نه ده " دا مې د پلار او زما د خپلې مور ویډیو ده" له دې سره ما وویل دا څنګه ممکنه ده؟ لور مې راته وویل چې دا د هغه وخت ویډيو ده چې تاسې کویټې ته په سفر وی.

له دې خبرو سره ښاغلي سواتي خپل حالت کابو نشو کړای او د رسنیو مخکې یې په زوره زوره وژړل.

هغه په خپلو خبرو کې په ښکاره د کوم چا نوم وانخیست چې دا ویډيو چا کړي خو بیا بیا یې د پاکستان پوځ او استخباراتي اداره یا ای اېس ای مخاطبول چې د ده په په وینا په داسې کارو به د پاکستان هرماشوم به له پوځي لباسه نفرت وکړي.

هغه شکر وباسه چې مېرمنې او نورې کورنۍ یې په خیر پاکستان پرېښی او بل هېواد کې مېشت شوي دي

د تحریک انصاف ګوند دغه مشر له دې بیان وروسته بیا پوځ مخاطب کړ: " که له ما سره مو دښمني وه نو په دې ک زما د لوڼو او مېرمنې څه ګناه وه چې دوی باید ستاسې د ناوړه پالیسۍ له کبله وطن پریږدي."

هغه په خپلو خبرو کې ادعا وکړه" د فوځ په درېشۍ سمبال دې کسانو چې نور څه ونه موندل نو زما او زما د ښځې خپل منځي ویډيو یې وباسله."

دې X پوسټ نه تېرشئ, 2
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 2

اعظم خان سواتی د پاکستان د تحریک انصاف ګوند لخوا د سنا مجلس غړی دی. دا پښتون سیاستوال له دې وړاندې د رېلوې، مخدره موادو پر ضد، پارلماني چارو، ساینس او ټکنالوجۍ وزارتونو وزیر په حیث هم دندې اجرا کړي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند د هغه د خبري کنفرانس ویډيوګانې خپرې کړي او له هشتګ سره یې اعظم خان سواتي ته د عدالت غوښتنه کړي ده.

د تحریک انصاف غړي چې دا مهال د اوسني حکومت پر ضد د پراخو لاریونونو پر برابرولو بوخت دي په دې پېښه لا غوصه شوې.

تحریک انصاف د هغه په ملاتړ په ټولنیزو رسنیو کې څو لیکنې کړي او ویلي یې دي چې دوی له اعظم خان سواتي سره په شوي چلند سخت شرمیدلي.

د دې ګوند مشر عمران خان هم د هغه پر ملاتړ ټویټونه کړي او په وینا یې دی د پاکستان په استازیتوب د اعظم خان سواتي له مېرمنې او کورنۍ دوی ته د اوښتي درد، تکیلف او د بې عزتۍ احساس رسولو له کبله بخښنه غواړي.

ښاغلي خان په یوه بل ټوېټ کې ویلي د ریاست لخوا د اعظم خان سواتي سره شوی چلند د واکمنۍ له ټولو اصولو خلاف عمل دی هغه د دې پېښې له سختې غندنې سره له قاضی القضات غوښتي چې پخپله دا پېښه وڅاري