پاکستان پوځ وايي، د مخکیني لومړي وزیر عمران تورونه بې بنسټه دي

فوج، پاکستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د پاکستان پوځ رسنیز دفتر مسوولین وايي، د عمران خان تورونه بې بنسټه دي.
د خپرېدو وخت

د پاکستاني پوځ رسنیز دفتر 'ای ایس پي ار ' سر بې بنسټه او غیر مسوولانه تورونه د منلو وړ نه دي. د پاکستاني پوځ په یوه اعلامیه کې په دې هکله ویل شوي، دوی پر خپل نظم ویاړي او پوځ په غیر قانوني فعالیتونو کې د خپلو همکارانو ښکېلتیا په هکله د احتساب یو خپل نظام لري.

له دې مخکې مخکیني لومړي وزیر عمران خان ادعا وکړه چې پرون د ده د ګوند پر لاریون د برید پلان دریو کسانو یوه ورځ مخکې چمتو کړی و. ښاغلي خان د لومړي وزیر میا محمد شهباز شریف، د پاکستان کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله او د پاکستان پوځي څارګرې ادارې ای اېس ای افسر تورن جنرال فیصل نصیر نومونه یاد کړل، چې په وینا یې د ده وژنې توطئه یې چمتو کړې وه.

بل لور د پاکستان پوځ په تازه اعلامیه کې په دې هکله ویل شوي، چې هېچا ته به د پوځ بدنامولو اجازه ور نه کړي. د پوځ په اعلامیه کې دغه راز ویل شوي، چې له حکومته پر پوځ د بې بنسټه تورونو پورې کولو او د دې ادارې د بدنامولو چارې په هکله د پوښتنو، ګروېږنو غوښتنه کوي.

د ای اېس پي ار په اعلامیه کې ویل شوي: ''هغه چې په خپلو ګټو پسې ګرځي، د پوځیانو پر لمن د داغ لګولو هڅې کوي، حکومت باید د ادارې او (د دې ادارې) د یوه افسر سپکاوي خلاف باید قانوني تعقیب وکړي. ''

عمران خان

د عکس سرچینه، PTI

د عکس تشریح، عمران خان نن جمعه په یوه وینا کې لومړی وزیر، د کورنیو چارو وزیر او د ای اېس ای یو افسر تورن کړل، چې د ده د وژنې توطئه یې چمتو کړې وه.

د پاکستان مخکینی لومړی وزیر عمران خان پرون د پنجاب ایالت په وزیر اباد سیمه کې هغه مهال ټپي شو، چې د ده د ګوند پر حکومت ضد لاریون ډزې وشوې. نوموړی اوس د پنجاب ایالت په مرکزي ښار لارهور کې تر درملنې لاندې دی. د پاکستاني چارواکو په وینا پېښه کې د عمران خان په ګډون پنځه کسان ټپیان شوي او یو کس وژل شوی دی.

ښاغلي خان نن جمعه په یوه وینا کې له خپلو پلویانو وغوښتل چې د دې دریو کسانو د استعفا تر مهاله احتجاجونو ته دوام ورکړي. د نوموړي په وینا د دې دریو کسانو په شتون کې د پېښې ازادانه پلټنې ناشونې دي.

بل لور د پاکستان کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله وايي، د بریدګر له نیول کېدو او اعتراف وروسته پر ده، ادارې او لومړي وزیر د تحریک انصاف مشرتابه له لوري د تورونو لګول ناسمه چاره ده.